ایران: د افغانانو په مشرۍ د سولې روان بهیر ملاتړي یو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې هېواد یې له افغان دولت سره دوستانه اړیکې لري او د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي.

خطیب زاده زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلې هڅې کړې دي خو له بده مرغه چې مثبته پایله یې نه ده لرلې.

نوموړي یو ځل بیا د تاوتریخوالي پر کمښت او د ډیپلوماسي له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

خطیب زاده څرګنده کړې چې دوی تر اوسه د افغانستان په اړه د جوړېدونکې ګډې ناستې په تړاو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له کوم هېواد یا بنسټ څخه بلنلیک نه دی ترلاسه کړی.

هغه دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به له ملګرو ملتونو وغواړي چې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د افغانستان په اړه یوه ناسته راوبولي څو د افغان سولې په تړاو پر یوه معقوله حل لاره خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي دوی له ټولو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او ددې موخې لپاره به ټول انتخابونه ازمايي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې افغان چارواکو ته د انتوني بلینکن لیک نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی خو ټینګار یې کړی چې دوی تر مې میاشتې وروسته د سرتېرو پر حضور تر دې دمه هوکړه نه ده کړې.

سرچینې ویلي چې امریکا د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې ده او هڅه کوي د سولې روان بهیر ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي