ايا پوهېږئ چې د وېښتانو سپینېدل د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ليکنه: مريم صديقي

د موټي په څېر جوړ د انسان زړه د هغه په عمر اوږدو کې تقریبا درې میلیارده وارې ځان راټولوي، چې دا چاره د حیرانتیا ده. زړه په یوه شپه او ورځ کې زموږ د بدن لپاره ۱۰ زره ليټره وینه پمپوي. او نه ستړى کېدونکى کار ترسره کوي.

خو ښایي دا خبره تاسو ته نوې اوسي، چې د انسان زړه او د ویښتانو سپينېدل سره څه تړاو لري؟

د قاهرې پوهنتون څېړونکو پر ۵۴۵ بالغو نارینه وو یوه نوې څېړنه کړې، چې په پایله کې یې دا په ډاګه شوې، چې د وېښتانو سپینېدل د زړه ناروغۍ له ډېرېدا سره په مستقیمه توګه تړاو لري.

پوهان د وېښتانو سپینېدلو په اړه وايي، د زړه د شریانونو بیولوژیکي حالت او ستونزه د وېښتانو د سپینېدو لامل ګرځي.

د مصر په قاهرې پوهنتون کې د زړه ناروغیو متخصصه ډاکټره ایریني ساموېل په دې اړه وايي:

“د زړه شریانونو ناروغي او د وېښتانو سپینېدل د یوې ګډې بیولوژیکي ستونزې له امله رامنځ ته کېږي، چې دا دواړه د عمر له زیاتېدو سره زیاتېږي.”

ډاکټره ساموېل دا هم زیاتوي، چې د څېړنې پایلې کې په ډاګه شوي (( پرته له دې چې عمر په پام کې ونیول شي، د وېښتانو سپینوالی ځینې وخت موږ ته د دې خبر راکوي، چې د زړه او شریانونو ناروغۍ مو ډېره شوې او د یو لوی ګواښ څخه خبرېدل دي. ))

خو ډاکټره ایریني ساموېل وايي ((په دې برخه کې لا هم نورو ډېرو څېړنو ته اړتیا شته، چې د پوستکي اړوندو متخصصینو نظر ته په څېړنو کې ځای ورکړل شي، او د وېښتانو د سپینوال په تړاو موږ ټول ارثي او چاپېریالي عوامل هم راوڅېړو. ))

ساموېل زیاتوي:

“په څېړنه کې نه یوازې چې سړي وي، باید ښځو ته هم ځای ورکړل شي.”

د دې څېړنې پایلې د زړه د ناروغیو د اروپايي ټولنې کلنۍ ناستې ته هم وړاندې شوې، چې د اسپانیا مالاګا کې د شنبې په ورځ ترسره شوه.