ايا له غریب هلک سره واده وکړو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
له غريب خو زيارکښ او فعال هلک سره واده کول څو برابره د شتمن خو ټنبل او بې مسوولیته هلک سر د واده کولو په پرتله غوره دی. خو په دې باید پوه شو چې پیسې په ژوند کې ډېرې ارزښتمنې دي او د پیسو شتون د دې لامل کېږي چې يوه کورنۍ له هوساينې نه ډک ژوند ولري. که په ژوند کې د پيسو په پرتله مینه درته ډېر ارزښت لري او د خپلې خوښې هلک سره، سره له دې چې غریب دی او د ژوند کولو لپاره پوره پيسې نه لري واده وکړئ دا ښه خبره ده خو اقتصادي کمزورتیا او د ژوند کولو د لومړنيو اړتياوو نه شتون د وخت په تېرېدو سره ستاسو مینې ته زيان رسولای شي او ان ستاسو ترمنځ د کرکې د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د واده کولو لپاره د پیسو درلودل شرط نه دی خو د ژوند کولو د لومړيو اړتياوو د پوره کولو لپاره اړينې دي. مینه او علاقه د پیسو په شتون کې ډېرېږي خو د پيسو په نه شتون کې د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي. پیسې د دې ترڅنګ چې د مینې، علاقې، ژمنې، اخلاق، روغتيا او د انسان د رواني حالت د ښه کېدو د پایښت لامل کېږي تر ډېره د واده د اړيکې د پایښت او د مېرمن او خاوند د نېکمرغۍ او يو بل ته د درناوي د پايښت لامل هم کېږي.
پیسې نېکمرغي نه راولي خو د يوه هوسا ژوند بنسټ په پيسو جوړېږي او هوساینه په ژوند کې تر هر څه ډېر ارزښت لري. دې ته مو پام وي چې باید پیسې مو د حلالې لارې نه لاس ته راغلې وي يعني اړينه نه ده چې د يوه شتمن هلک سره چې حرامې پيسې ګټي واده وکړئ. نو هڅه وکړئ چې له يوه زيارکښ هلک سره چې له حلالې لارې پيسې ګټي واده وکړئ، که تر واده وړاندی یې اقتصادي په منځنۍ کچه کې وي هغومره توپیر نه کوي، ځکه زيارکښ انسان تر واده وروسته هم کولای شي برياليتوبونو ته ورسېږي او پيسې لاس ته راوړي.
په واده کولو کې پيسو ته نه پاملرنه يوه لويه تېروتنه ده ځکه که په يوې ټولنې کې له پیسو پرته ژوند کوو يا له لوږې او يا له ناروغۍ نه مرو، که څومره ووايو چې په ژوند کې د پیسو شتون ارزښت نه لري هغومره زموږ خبره بې‌ځایه ده ځکه د ژوند کولو د هر توکي اخيستل پيسو ته اړتيا لري هغه که مادي توکی وي او که معنوي. نن سبا ان مینه او درناوی هم په پيسو اخيستل کېږي. د بېلګې په توګه يو شتمن خاوند د يوې ګران بيې ډالۍ پر مټ کولای شي د خپلې مېرمنې مینه په ډیرې اسانۍ سره ترلاسه کړي خو يو غريب خاوند که څومره هڅه وکړي له ډالۍ پرته د خپلې مېرمن زړه هغومره په اسانۍ لاس ته نه شي راوړلای، په څومره  اسانۍ سره چې شتمن سړی یې لاس ته راوړلای شي او تر ډېره به یې د خپلې مېرمن مینه او درناوی له لاسه ورکړی وی.
دا حقیقت دی او باید ومنو چې د ژوند کولو لپاره پيسو ته اړتيا ده او له ژوند نه د ډېرو ستونزو د لرې کولو لپاره پيسو ته اړ يو. نو هڅه وکړئ چې يوه داسې هلک سره واده وکړئ چې لږترلږه د پيسو يوه کوچنۍ ذخیره خو ولري. تاسو د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره باید سم خواړه وخورئ داسې خواړه چې بېلابېل معدني مواد او ويټامينونه ولري تر څو د ژر زړښت سره مخ نه شئ او د بدن غړي مو کمزوري نه شي، نو اړ يئ چې له يوه شتمن هلک سره واده وکړئ تر څو تاسو ته دا ډول خواړه برابر کړي، ځکه يو غريب هلک هېڅکله تاسو ته دا‌ ډول‌ خواړه نه شي چمتو کولای. د دې ترڅنګ هر انسان په ژوند کې د ژوند کولو لپاره درملو، جامو، کور او دې ته ورته سلګونو نورو توکو ته اړتیا لري او يو غريب هلک موږ ته دا هر څه په سمه توګه نه شي چمتو کولای. نو هڅه وکړئ چې په حقیقي بڼه ژوند ته وګورئ، په دې پوه شئ که خپلې ټولې لوړې هيلې هم له منځه يوسئ بيا هم د ژوند کولو د لومړنیو اړتیاوو لکه د خوراک توکو، جامو، درملو، کور او داسې نورو وړو توکو ته اړتیا لرئ.
په پای کې باید يادونه وکړم چې د نړۍ ټول هلکان شتمن نه زېږول کېږي بلکې ډېر داسې شتمن انسانان شته چې د ژوند په لومړيو کې ډېر بېوزله و خو په پر له پسې هڅو او خواريو په دې توانېدلي چې ډېره شتمني ترلاسه کړي نو هر هلک باید د نوې ځوانۍ نه د پيسو د لاسته راوړلو لپاره هڅې وکړي، درس ووايي او یا هم يو مناسب کسب زده کړي تر څو په راتلونکي کې هم خپل ځان او هم خپلې کورنۍ ته سم او له خوښیو ډک ژوند جوړ کړي‌.