د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال حمد الله محب سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر روان بهیر بحثونه لرلي دي.
جک سلیوان ویلي دوی په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د روانې جګړې د ختمېدو ملاتړي دي.
د هغه په خبره امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانانو او افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي.
سلیوان زیاتوي چې امریکا د سولې لپاره هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او له افغانانو سره به یې مرستې هم دوام کوي.
د افغان حکومت له لوري هم په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا له افغانستان سره په انکشافي برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې پر خپلو کړو ژمنو به عمل کوي.
په ورته وخت کې پنټاګون وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو بهیر چټکوي.
د پنټاګون ویاند ویلي له ټولو لورو او اړوندو اداراتو سره یې خبرې پيل کړې څو د هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی او ژوند ته یې ګواښونه متوجه دي.
پنټاګون ویلي دوی په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي او هڅه دا ده چې ژر تر ژره دغه بهیر چټک کړل شي.
تر دې وړاند د امریکا سنا له سپینې ماڼۍ غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.
دمګړی شاوخوا ۱۸ زره افغانانو خپل غوښتنلیکونه امریکا ته سپارلي او د ځانګړو وېزو غوښتنه یې کړې ده.