امریکا وایي، پاکستان خپله خاوره کې د اډو جوړولو اجازه ورکړې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

امریکا وایي پاکستان اجازه ورکړې، څو خپله خاوره کې امریکایي اډې جوړې شي.

د امریکا دفاع وزارت وايي پاکستان په افغانستان کې د وضعیت د څارنې او د سرتیرو د اېستلو لپاره د ځمکني او هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړې ده.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ویلي، چې پاکستان افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تګ پرمهال هم دوی ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړې وه او دغه همکاري اوس هم جریان لري.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال زیاته کړې، چې د پاکستان سره به يې خبرې روانې وي ځکه چې د پاکستان د افغانستان د سولې په لړ کې مهم لري.

تردې مخکې امریکا په پاکستان کې له میشتې شمسي اډې استفاده کوله.

دا خبرې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن اعلان کړی د روان کال د ستمبر یوولسمې پورې به د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه اوباسي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند جنرال فرانک مکېنزي ويلي وو، چې د افغانستان له ګاونډیو سره د هغوی د فضا په کارولو او د سرتېرو د اډو په اړه خبرې روانې دي خو وخت به نیسي.

مکینزي همدا راز ویلي وه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څارنې او پر وړاندې یې د مبارزې د څرنګوالي په موخه خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزارت ته وسپاري.

د هغه په خبره، ترهګر دې فکر نه کوي چې امریکایي ځواکونه لاړل، نور میدان دوی ته خالي دی، ځکه دوی به ترهګرو ته په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د هغه په وینا، چې امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده څو وکولی شي چې د هغوی په هوایي حریم کې څارونکي او جنګي الوتکې الوتنې وکړي او دغه راز په دغو هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو لپاره اډې جوړې کړي.

هغه څرګنده کړې چې که چېرته دوی له یادو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي نو ښایي له افغان ځواکونو سره د امریکا په مرستو کې هم بدلون راشي.

مکینزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې امریکا، افغانستان یوازې نه پرېږدي او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي