امریکا: طالبان دې د بیان ازادۍ له ځپلو ډډه وکړي

رنګین تجريدي ډیزاین

امریکا وایي طالبان دې د بیان ازادۍ له ځپلو ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر خبریالانو د طالبانو بې مانا بریدونو افغانستان د خبریالانو لپاره په خونړي هېواد بدل کړی دی او دا ددې سبب شوې چې لسګونه خبریالان له هېواد ووځي.

سرچینه وایي طالبانو ته په کار ده چې د خبریالانو پر وړاندې بې مانا بریدونه پای ته ورسوي، د بیان ازادي دې نه ځپي او دغه مهم اصل ته دې درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز له افغانستان د خپلو افغان همکارانو د ایستلو په اړه هم ویلي، چې دا ډله وګړي امریکا په زور نه وباسي، بلکې دوی په خپله خوښه د خپل ځان د خوندیتوب لپاره له افغانستان وځي.

د سرچینې په خبره سره له دې چې افغان حکومت دې ځوانانو ته اړتیا لري، خو د تګ او نه تګ انتخاب له دوی سره دی، نه له امریکا سره.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې اقدام کولی شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې بايډن د طالبانو پر وړاندې د اقدام پلوی دی.

د نوموړې په وینا بایډن وایي، چې افغان حکومت د طالبانو پر وړاندې د اقدام لپاره هر ډول امکانات په لاس کې لري او اوس ددې وخت دی چې ددغه ډلې پر وړاندې ګام اوچت کړي.

خو له دې سره سره سپینې ماڼۍ ویلي، چې په افغانستان کې ښکېل لوري پر جګړې د تمرکز پر ځای باید پر سوله او مذاکراتو تمرکز وکړي.

سرچینه وایي افغان جګړه د خبرو له لارې ختمېږي او که طالبان غواړي، چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي نو ښه به وي چې له جګړو لاس په سر شي، تاوتریخوالی ودروي او مذاکراتو ته راوګرځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي