امریکایي چارواکي وایي چې د دغه هېواد په الاسکا ایالت کې د یوې چورلکې د نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.
د الاسکا ایالت چارواکو زیاته کړې چې د پېښې په مړه شویو کې پیټر کیلنر هم شامل دی.
پيټر میلیاردر و او د چک جمهوریت تر ټولو شتمن کس دی.
کیلنر د مالي چارو او ټکنالوژي یو شرکت لرلو.
د نوموړي شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کیلنر وژل کېدل تایید کړي دي.
ویل کېږي چې په دغه پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
تر اوسه د چورلکې د نسکورېدو علت نه دی په ډاګه شوی.