امریکا: د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر یې کنګل کړې دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د امریکا د مالیې وزارت وایي دوی نه غواړي چې طالبان د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالرو ته لاسرسی ولري.

د امریکا مالیې وزارت ویلي دوی په دغه صندوق کې د افغانستان د ۴۴۰ میلیونه ډالر مالي پانګه کنګل کړې ده.

امریکا وایي د وضعیت د نامعلوموالي له امله یې دغه شتمنۍ کنګل کړې دي.

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي چې په امریکايي بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ کنګل کوي، ځکه په دغه هېواد کې وضعیت تر دې دمه معلوم نه دی او طالبانو یې غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت له ټیم سره خبرې کړې دي.

د سپينې ماڼۍ د معلوماتو له مخې بایډن له خپلو سلاکارانو او ملي امنیت له ټیم سره دلته پر روان وضعیت او شته ستونزو خبرې کړې دي خو په اړه یې لا ډېر جزیات نشته دي.

بلخوا د بایډن د ملي امنیت د سلاکار مطبوعاتي دفتر ویلي چې له افغانستان د امریکايي وګړو د ایستلو، افغانستان کې د نظامي ماموریت د پای ته رسولو، افغان همکارانو ته د ژوند او هستوګنځي برابرولو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي وو چې دوی له افغانستان په مصوونه توګه د امریکايي ځواکونو او امریکايي وګړو د ایستلو په لټه کې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي