امریکا: د طالبانو بریدونو ته په کتو به د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

امریکا ویلي د طالبانو بریدونو ته په کتو ښايي د سرتېرو د ایستلو بهیر ورو شي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي سره له دې چې تر ټاکلې نېټې د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړه پر خپل ځای ده، خو که طالبان جګړې نورې هم شدیدوي نو د سرتېرو د ایستلو بهیر به ورو کړي.

د کربي په خبره طالبانو په وروستیو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي نو له همدې امله د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې د احتیاط سپارښتنه شوې ده.

کربي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ځینې رسنۍ د سرتېرو په وتلو کې د سرعت خبره کوي او وایي چې امریکا ښايي د رسنیو له خبرولو پرته خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

بلخوا په وروستیو کې طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي چې له امله یې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ ګڼې ولسوالۍ لاس په لاس شوې دي.

د یادونې ده چې نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

راپور کې راځي، یوازې امریکایي ځواکونه نه دي چې له افغانستان څخه وځي بلکې زرګونه هغه قرارداديان هم وځي چې له افغان هوایي ځواکونو سره یې مرسته کوله.

ورځپاڼې د یو افغان پیلوټ له قوله ویلي چې دوی د امریکا ملاتړ ته سخته اړتیا لري.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د یو شمېر چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي وو، د امریکایي قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغان ځواکونو الوتکې د اغېزمنتوب له اړخه څو میاشتې هم دوام نه شي پیدا کولی؛ نو د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

ورځپاڼې ویلي چې دا مسئله اوس د بایډن ادارې د مهمو بحثونو برخه ده او دوی د دې ستونزې یوه حل لاره دا بولي، هغه قراردادیان چې له خصوصي سکټور سره کار کوي او امریکا یې تمویلوي، له دې وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شي

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي