امریکا وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دوی له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او دمګړی د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.
سرچینه وړاندې لیکي، چې دوی ۹۸۴ پروازونو کې خپل سرتېري او زرګونه قلم تجهیزات ایستلي دي او تر څنګ یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره قلمه توکي له منځه وړل شوي دي.
په دغه اعلامیه کې راځي چې دوی تر دې دمه اووه سترې نظامي اډې افغان پوځ ته سپارلې دي او د پاتې سرتېرو د ایستلو لړۍ هم دوام کوي.
سینټکام داسې مهال دغه اعلامیه خپروي چې امریکایان له خپلې سترې اډې باګرام وتلي خو ویل کېږي چې شاوخوا اووه سوه امریکایي عسکر د امریکا په سفارت کې حضور لري.
بلخوا هند وایي په افغانستان کې روانې جګړې او وینې بهېدنې باید ختمې کړل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او ددې اړتیا ده چې جګړه ختمه شي او پر ځای یې د سولې خبرې چټکې کړل شي.
جي شنکر ویلي هند په سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او دغه هېواد به یواځې پرې نه ږدي.
دده په خبره له افغانستان سره به په بېلو برخو کې همکاري کوي او همدا راز هڅه کوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع هم پياوړې کړي.
په دې لیدنه کې حنیف اتمر هم ویلي چې افغان جګړه د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
هغه له هند سره د اړیکو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی او زیاتوي چې هند به بېلو برخو کې له افغان حکومت سره رغنده همکارۍ کولی شي.