امریکا ته د ا.ا.ا خبرداری, د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه مه کوئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ا.ا.ا امریکا ته د افغانستان د بې ثباته کولو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره لیدلي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو هڅه و نه کړي.

د متقي په وینا که امریکا داسې کومه هڅه وکړي؛ نو دا به د هېچا په ګټه نه وي.

متقي همدا راز له رسنیو سره په خبرو کې له امریکايي پلاوي سره لیدنه ګټوره بللې ده او په خبره یې یو لړ توافقاتو ته رسېدلي دي.

افغان لوري دغه راز په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نظام جوړولو په اړه د ټولو اړخونو مشورو ته غوږ دي؛ خو د چا فرمایش نه شي منلی.

د یادونې ده چې په یو بل بیان کې امیر خان متقي ویلي چې په دوحه کې د افغان دولت او امریکایي پلاوي ترمنځ روانه غونډه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د دوحې هوکړې پر عملي کېدو او دغه راز پر مثبتو دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې شوې دي.

د متقي په خبره، په دغه غونډه کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کېږي او دغه راز به اجازه نه ورکول کېږي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

هغه څرګنده کړې چې د یادې غونډې بله مهمه اجنډا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل دي او همدار راز ویل شوي٫ چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره باید هر څه ژر د مرستو عملي لړۍ پیل شي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی نو باید د تضعیف پر ځای د نوي دولت ملاتړ وشي څو په سمه توګه افغان ولس ته اړین سهولتونه او د ژوند کولو امکانات برابر کړي.

متقي زیاته کړې، چې دا خبرې به سبا هم دوام ولري او په راتلونکو ورځو کې به د اروپایي هېوادونو له استازو سره هم پر مهمو موضوعاتو اړین بحثونه وشي.

دا په کابل کې واک ته د طالبانو تر رسېدو لومړی ځل و چې امریکايي لوری ورسره مخامخ ویني او ټینګار شوی چې دغه ډول لیده کاته به ادامه ولري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي