امریکایي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تازه NBC ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې امریکا هڅه کوي د نړیوالې ټولنې په همکارۍ تر اړمنو افغانانو بشري مرستې ورسوي.
بلېنکن ټینګار وکړ چې طالبان باید خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.
نوموړي ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د نړۍ له هېوادونو سره پر دې تمرکز کوي چې څنګه کېدای شي له دې ټولو حساسیتونو سره – سره ولسي افغانانو ته زیان ونه رسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې سره له دې پر طالبانو به د دوی د تعهداتو د ژمن پاتې کېدو لپاره فشار وساتي خو د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د نړیوالو له لوري مرستې د خلکو تر جیبونو ورسېږي، پرته له دې چې د طا لبانو لاس ته ولوېږي.
خو اسلامي امارت بیا وایي ټول هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، ډاډه دې وي چې دا مرستې به تر اړمنو افغانانو رسېږي.