امریکا او بریټانیا افغانستان ته زرګونه سرتېري را لیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

امریکایي او بریټانوي چارواکو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د ایستلو لپاره به په موقت ډول دې هېواد ته پوځیان استوي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل،‌ په راتلونکو ساعتونو کې به ۳ زره امریکایي پوځیان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په ایستلو کې مرسته وکړي.

په ورته مهال د بریټانیا حکومت هم اعلان کړی نږدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته رالیږي چې دلته د مېشتو بریټانویانو ایستلو کې مرسته وکړي.

دغه بریټانوي ځواکونه به افغانستان کې د مېشتو بریټانویانو، د دوی د افغان کارکوونکو او ژباړنو خوندي ایستلو کې برخه اخلي.

دا اقدام د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له خوا په داسې حال کې اعلان شو چې افغان پوځيان له طالبانو سره په سخته جګړه کې دي او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه د کابو نیمایي ولایتونو مرکزونه د طالبانو له خوا نیول شوي‌ دي.

امریکايي مقاماتو د روانې اوونۍ په پیل کې وویل، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. امریکا د روان کال په مې میاشت کې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې پوځیان درلودل.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي