د امریکا دفاع وزارت وایي دمګړی افغان هوايي ځواک پر قراردادیانو متکي دی چې د سرتېرو له وتلو سره ښایي دا برخه یو څه کمزورې شي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان هوایي پوځ ډېره برخه چارې پر قراردادیانو متکي دي، چې تر وتلو وروسته دا برخه ښایي کمزوري شي خو بیا هم د امریکا ملاتړ له ځان سره لري.
د هغه په خبره د امریکا ملاتړ به غیر ملموس وي او یوازې په مالي برخه کې به دا مرستې او همکارۍ دوام کوي.
پنټاګون داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ولسمشر غني بیا په تازه څرګندونو کې افغان پوځ پر ځان متکي بللی و او په وینا یې د هر ډول عملیاتو او بریدونو صلاحیت، وړتیا او واک له ځان سره لري.
په ورته وخت کې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له لوري په تازه خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکايي پوځ کارګو الوتکو په دې ورځو کې تر شپېتو پورې پروازونه ترسره کړي دي او له درېیو تر شپږ سلنې توکي او سرتېري یې له دغه هېواد ایستلي دي.
سینټکام ویلي چې دوی ځینې نظامي تجهیزات افغان پوځ ته ورکوي، ځینې له ځان سره لېږدوي خو تر څنګ یې ۱۳۰۰ قلمه داسې توکي هم په نښه کړي چې باید امریکايي پوځ یې په افغانستان کې له منځه یوسي.
امریکایي پوځ دغه راز ویلي چې ټول توکي او سرتېري امریکا ته نه لېږدوي بلکې ځینې اروپايي هېوادونو او شاوخوا سیمو ته هم لېږدوي او هلته یې په خپلو اډو کې ځای پر ځای کوي.
بلخوا امریکايي رسنیو ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ديپلوماتانو خپلې هڅې پيل کړې څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي.
یوه امریکایي ديپلومات د نوم نه اخیستو په شرط د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي، امریکا دې ته لېواله ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.
د هغه په خبره دوی له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او تر څنګ یې هر ډول فشار ته هم تیار دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی و او دلته یې د خبرو له لارې د جګړې پر درولو ټینګار کړی و.