امریکايي سناتوران وایي د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې او پالیسي په هر اړخیزه توګه څېړي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر باب منندز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکا اوسني چارواکي دي.
دده په وینا د امریکا حکومت په تېر شل کلن ماموریت کې تل په خپلسرې توګه پرېکړې کړې او تګلارې یې جوړې کړې دي چې د پوښتنې ګروېږنې وخت یې دی.
منندز وایي دوی هڅه کوي د بایډن تګلارې او د هغه پرېکړه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.
دوی همدا راز په دې تړاو د استماعیه غونډې د جوړېدو خبره هم کړې ده.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی له افغانستان د خپلو ديپلوماتانو او سفارت د کارکوونکو د ایستلو پروسه بشپړه کړې ده خو یوه ډله ديپلوماتان لا هم په افغانستان کې حضور لري.
سرچینه وړاندې لیکي دغه ديپلوماتان به امریکايي اتباعو او پاتې وګړو په ایستلو کې همکاري کوي.
امریکايي حکومت دغه راز ویلي چې تر اوسه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه دی کړی او نه هم په دې اړه بېړه لري.
سرچینه زیاتوي دوی د افغانستان وضعیت څاري او د طالبانو کړنو ته په کتو به پرېکړه کوي.
امریکا اوس له دې هم ډاډمنه ده چې سفارت یې امن دی.