ژباړه
په نوولسمه پېړۍ کې د يوې شتمنې کورنۍ نجلۍ “اليزابت تامسن” نقاشي کوله. هغه مهال چې به کومو نجونو نقاشي کوله، د نن ورځې د نجونو په څېر به يې د عامو څيزونو عکسونه جوړول لکه؛ ګل، د انسان څېره او ځينې نور… خو د “اليزابت تامسن” فکر خورا ژور و. هغې به جنګي نقاشي کوله.
تاسې ته دې وويل شي، چې هغه مهال به لکه دا اوس، جنګي فلمونه نه جوړېدل او نه هم اليزابت جنګونه ليدلي وو چې د جنګ په مسايلو او وسايلو پوهېدای.
پوهېږې؟ هغې د خپلې يوې مشهورې نقاشۍ د رسمولو لپاره د ماشومانو يوه ډله په فصلونو کې وځغلوله. بيا یې ډېر شمېر اسونه په بيه واخيستل، مزدورانو ته يې پوځي يونيفارمونه ورواغوستل او پر اسونو سپاره يې فصلونو کې هاخوا دېخوا وځغلول. د ماشومانو او پوځيانو ترمنځ يې د جعلي جنګ صحنه انځور کړه، دې سره فصلونه تباه شول، ګردونه پورته شول او د ميدان رنګ بدل شو.
په نازونو او نعمتونو کې رالويې شوې نجلۍ به بيا په کراره دا ټوله صحنه نقاشي کوله.
زه فقط او فقط همدې نقاشې نجلۍ متأثره کړې وم.
هغې د دې لپاره نقاشي کوله چې خلک د جنګ له تباهۍ او بدمرغۍ خبر کړي.
زه شخصا هېڅ نقاش/ نقاشې ته په کمه سترګه نه ګورم خو له هغو نقاشانو ډېره متأثره کېږم،چې د یوه لوی هدف له پاره نقاشي کوي، لکه اليزابت تامسن!
فاتح صيب!
تاسې دا هېره کړې، چې “اليزابت تامسن” له “لارډ بيلي” سره واده کړی و. د هغې محدود فکره خاوند په دې باور و چې ښځه بايد خپل مستقل فکر او نظر ونه لري، خپله رايه اظهار نه کړي او د ښځې له نقاشۍ سره څوومه ده؟!
د اليزابت خاوند هېڅکله د هغې د استعداد او شوق انتهاء درک نه کړای شوه. هغه نااهله به خپل نظريات پر اليزابت په زوره تحميلول او ورو-ورو يې د اليزابت د نقاشۍ هنر په زوال محکوم کړ.
ښايي همدې ناخوالو ته په کتو د اليزابت زړه مړ شوی و.
فاتح صيب!
تاسې ته څه معلومه ده، چې له ظالم او بېحسه نارينه سره واده کول د خورا لوړو ارادو لرونکې نجلۍ په څومره بېدردۍ وژني؟!