د المان د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارین تېره ورځ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په جوړه شوې غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې بین الافغاني خبرو تراوسه پوره پرمختګ نه دی کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي.
ټاکل شوې نن پنجشنبه چې د ناټو د دفاع وزیرانو د جوړې شوې ناستې دویمه ورځ ده د افغانستان په اړه زیاتې خبرې وشي، تر ډېره به په ننۍ غونډه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په تړون بحث وشي چې ایا طالبان د دغه تړون عملي کولو ته چمتو دي یا نه.
دغه راز به په دې کنفرانس کې له افغانستان د ناټو ځواکونو په وتلو هم هر اړخیز بحث وشي.
د المان دفاع وزیرې زیاته کړې، د سولې په خبرو کې نه پرمختګ په دې معنی دی چې موږ باید د امنیتي حالاتو خرابېدو او خپلو سرتېرو ته د خطر لپاره تیار و اوسو.
المان په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۰۰ سرتېري لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دندې ترسره کوي او ناټو بیا په مجموعي ډول ۹۶۰۰ سرتېري لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.
د یادونې ده چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو عمومي منشي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې.
ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي.
د هغه په خبره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، نو دا په دې مانا ده چې د سرتېرو د ایستلو لپاره شرایط نه دي برابر.
هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او په رښتینې توګه مذاکراتو ته تیار شي.