افغان ۱۹ کلني لوبډلي طوفان وکړ؛ انګلستان ته ئې ماته ورکړه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان د کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي د سې شنبې په ورځ د انګلستان کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي یوه تمریناتي لوبه ترسره کړه، چي انګلستان ته ئې په ۲۱ منډو توپیر ماته ورکړه.
82046452 2558153047772611 2035559660714459136 o افغان ۱۹ کلني لوبډلي طوفان وکړ؛ انګلستان ته ئې ماته ورکړه!
افغان لوبډلي د لوبي ټاس وګاټه او د توپوهني پریکړه ئې وکړه.
د افغانستان کرکیت لوبډلي د لوبي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ۱۹ کلني لوبډلي ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره په یاده لوبه کي عبدالرحمن ۵۴، اسحق شېرزاد ۴۳، عابد محمدي ۲۶، ابراهیم ځدران ۲۴ او آصف بیا ۱۵ منډي جوړي کړې.
82990220 2557941647793751 6328924165113905152 o افغان ۱۹ کلني لوبډلي طوفان وکړ؛ انګلستان ته ئې ماته ورکړه!
کله چي د انګلستان لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه، افغان لوبډلي ئې ټول لوبغاړي د لوبي په ۴۷،۲ آورونو کي د ۱۸۴ منډو په کولو سره وسوځول.
د افغانستان لپاره فضل حق درې، عبدالرحمن، نوراحمد او شفیق الله غفاري دوه ـ دوه، خو جمشید میر علي خېل بیا د انګلستان یو لوبغاړی وسوځاوه.
81974337 2558153447772571 2105710194783682560 o افغان ۱۹ کلني لوبډلي طوفان وکړ؛ انګلستان ته ئې ماته ورکړه!
په دې سره افغان کرکیټ ۱۹ کلني لوبډلي په خپله دوهمه رسمي تمریناتي لوبه کي انګلستان ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه.
تر دې مخکي افغان لوبډلي په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کي د هند څخه سخته ماته خوړلې وه.
د یادو تمریناتي لوبو موخه د ۱۹ کلنو ترمنځ راتلونکي نړیوال جام ته چمتوالی نیول دي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیت نړیوال جام راتلونکې جمعې ورځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۱۶ هیوادونو ترمنځ پيلیږي او د فیبروري میاشتي تر نهمي نېټې پوري به دوام وکړي.
افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په څلورم ګروپ کي د کوربه سویلي افریقا، متحده عربي آماراتو او کاناډا سره یو ځای ده.
د افغانستان دا لوبډله به راتلونکې جمعې ورځ (جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه) د نړیوال جام لومړۍ لوبه د کوربه سویلي افریقا په وړاندي ترسره کړي، دوهمه لوبه به د جنوري میاشتي په ۲۲مه د متحده عربي آماراتو په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د جنوري میاشتي په ۲۴تمه نېټه د کاناډا په وړاندي ترسره کړي.