افغان ۱۹ کلنو له خپل ګروپه د لومړۍ لوبډلي په توګه دوهم پړاو ته لاره پیداکړه!

سپینه تجريدي ډیزاین

ټاکل سوې وه، چي نن د افغانستان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډلي په نړیوال جام کي خپله درېیمه او د ګروپ وروستۍ لوبه د کاناډا ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي، خو لوبه د لوند میدان له امله لغوه اعلان سوه.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، دا لوبه د سویلي افریقا په پوچیسټروم ښار کي ترسره کېده، چي د پر لوبغالي باران سوی وو او د لوبغالي د لوندوالي له امله لغوه اعلان سوه او دواړو لوبډلو ته یو ـ یو امتیاز ورکړل سو.
82795270 2566481273606455 6518999789634322432 o افغان ۱۹ کلنو له خپل ګروپه د لومړۍ لوبډلي په توګه دوهم پړاو ته لاره پیداکړه!
په دې سره افغان لوبډلي د ۵ امتیازونو په خپلولو سره له ډي ګروپه د لومړۍ لوبډلي په توګه دوهم پړاو یا اتو ټیمونو ته لاره پيداکړه.
د افغانستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي تر دې مخکي د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کي کوربه سویلي افریقا ته او په دوهمه لوبه کي ئې بیا متحده عربي آماراتو لوبډله له ماتي سره مخ کړې وه.
84075810 2564990967088819 6097256863278039040 o افغان ۱۹ کلنو له خپل ګروپه د لومړۍ لوبډلي په توګه دوهم پړاو ته لاره پیداکړه!
تر اوسه لا نده روښانه چي افغان ټیم به په دوهم پړاو کي له کوم هیواد سره مخ سي، ځکه د یاد جام د ګروپي پړاو لوبي لا پاته دي.
د یاد جام د ګروپي پړاو سبا شنبه وروستۍ ورځ ده، چي له هغه وروسته به وتونکي ۸ ټیمونه په ډاګه سي او د دوشنبې او سې شنبې په ورځو به یو د بل په وړاندي نیمه پایلوبي ته د وتلو په موخه ولوبیږي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام ۸ ورځي مخکي د ۱۶ هیوادونو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب پيل سو، چي د راتلونکي فیبروي میاشتي تر ۹مي نېټې پوري دوام کوي.