افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پیداکولو په موخه پرون یکشنبه عربستان هیواد ته ولاړه.
73320662 2618816541519194 840438341487820800 n افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د ۲۰۲۰م کال آسیا اتلولۍ لوبو ته لاري پیداکولو په موخه دا لوبي د راتلونکي نومبر میاشتي د ۶مي نېټې څخه د یادي میاشتي تر ۱۰مي نېټې پوري د عربستان هیواد په کوربتوب الخبر ښار کي ترسره کیږي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون د آسیا د ۴۶ هیوادونو څخه لوبډلو ګډون کړی.
په یادو سیالیو کي افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله په شپږم ګروپ کي د عربستان، ازبکستان او هند هیوادونو سره شتون لري.
68878750 2352635628397133 6895932665061441536 o85 افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه
په دې سیالیو کي به افغانستان د راتلونکي نومبر میاشتي په ۵مه ۶مه نېټه د کوربه عربستان په وړاندي، د نومبر په ۸مه د ازبکستان په وړاندي او د نومبر میاشتي په ۱۰مه نېټه بیا د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي لوبیږي.
افغانستان د عربستان په وړاندي لوبه ماخستن ۸:۳۰ بجې، د ازبکستان په وړاندي ماښام ۵:۳۰ بجې او د هند په وړاندي هم لوبه ماښام ۵:۳۰ بجې ترسره پيلوي.
دا درې واړه لوبه د عربستان الخبر ښار په شهزاده سعود بن جلوي فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي افغان لوبډلي دې سیالیو ته کابل کي د تیرو دوو میاشتو راهیسي تمرینونه ترسره کړي، چي پوره چمتوالی ورته لري.
4861052 386 افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه
د دوی په خبره، چي افغان لوبغاړی به تر سیالو مخکي په عربستان کي هم څو ورځني تمرینونه ترسره کړي.