افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن غرمه د کاناډا سره لوبه لري!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د افغانستان ۱۹ کلن ټیم خپله درېیمه او د ګروپ وروستۍ لوبه د کاناډا ۱۹ کلني په وړاندي نن غارمه ترسره کوي.
inbound5345800796913936092 افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن غرمه د کاناډا سره لوبه لري!
د افغانستان کرکیټ بورډ وایي، چي دا لوبه نن غارمه ۱۲:۳۰ بجې د سویلي افریقا په پوچیسټروم ښار کي پیلیږي.
د کرکیټ بورډ په خبره، چي افغان لوبډله د نورو لو په څېر ننۍ لوبي ته هم چمتوالی نیولی.
inbound1677502508764707946 افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن غرمه د کاناډا سره لوبه لري!
په نړیوال جام کي افغان کرکیټ لوبډلي تر دې مخکي خپله لومړۍ او دوهمه لوبه دواړه ګټلي.
په لومړۍ لوبه کي ئې کوربه سویلي افریقا ته او په دوهمه لوبه کي ئې بیا متحده عربي آماراتو ته ماته ورکړه.
inbound8256970147001761712 افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن غرمه د کاناډا سره لوبه لري!
په یادد دوو بریاوو سره افغان ټیم دوهم پړاو ته لاره پیداکړی.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام، چي پکښي ۱۶ هیوادونو ګډون کړی د تیري جمعې په ورځ پیل سو او د فیبروري میاشتي تر ۹مي نېټې پوري دوام کوي.