افغان کډوال د ستونزو په ګرداب کې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د جون شلمه نېټه د کډوالو له نړۍ والې ورځې سره برابره ده، دا ورځ هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو له لوري لمانځل کېږي.دا په داسې حال کې ده، چې کډوال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي. افغانستان هم هغه هیواد دی، چې ډېری وګړي یې له خپلو مېنو څخه بې ځایه شوي، یا په کور دنننه کډوال دی او یا هم د هیواد پریښودلو ته اړ شوي. به نړۍ کې د کډالۍ لوی لامل جګړه او فقر ګڼل کېږي، چې خلک د خپل ژوند د ژغورلو او له مرګ څخه د ویرې له امله کډوالۍ ته مخه کوي. هغه هیوادونه چې په جګړه کې ښکېل دي، د کډوالو شمېر یې هم ډېر دي او هره ورځ یې ډېره سلنه وګړي کډوال کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې په هر دقیقه کې په نړۍ کې شل تنه له ځپلو ځایونو څخه کډوالۍ ته مخه کوي. چې لوی لامل یې جګړه ګڼل کېږي.
دا چې په افغانستان کې تقریباٌ دا نیمه پیړۍ جګړه روانه ده او اوس هم ورځ تر بلې په دې هیواد کې جګړه زور اخلي، نو ځکه ډېری افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شوی او لا هم کډوالۍ ته مخ کوي؛ چې ځینې یې په کور دنننه له یوې سیمې څخه بلې ته ځي او خپلې مېنې پریږدی او ځینې نور بیا له هیواده بهر کډوالۍ ته مخه کوي. له هیواده بهر افغانان ډېری له خبلو کورنیو سره پاکستان او ایران هیوادونو ته کډوال شوي، پر دې سربېره د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د افغدان کډوالو شمېر زیات دی. افغان کډوال بیا په ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي، چې پر دوی یې ژوند سخت تریخ کړی. غوره بېلګه یې د تېرې ورځې پېښه ده، چې په پاکستان کې د یوه افغان کډوال مړی ښخېدو ته نه پریښودل کېده او د قبر کېندنې مخنیوی یې شوی وه. همدارنګه د ایران له لوري د افغان کډوالو سیند ته غورځول، د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زوره را ویستل او داسې نورې ډېرې بېلګې دي، چې دا واضیح کوي، چې له افغان کډوالو سره په نړۍ کې څومره ناوړه چلند کېږي.
پر دې سربېره ډېري افغان ځوانان هم د جګړې، فقر او بې کارۍ له امله کډوالۍ ته مخ کوي او هڅه کوي، چې ځانونه اورپایي هیوادونو ته ورسوي؛ چې د لارې په ترڅ کې له بېلا بېلوړ ستونزو او کړاونو سره مخ کېږی. چې کله داسې هم شوي، چې ډېری ځوانان مو خپل ژوند وبایلي.
په کور دنننه ېې ځایه شوي افغانان د ژوند له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. کله چې په یوه سیمه کې جګړه زور واخلي د هغې سیمې په وګړو نور هلته ژوند تریخ شي، یا هم داسې شي، چې کورونه یې وران شي، چې د هغې سیمې وګړي دې ته اړ کېږي، چې خپل کورونه پریږدي او بلې سیمې ته ځانونه وباسي. په دې حالت کې دا وکړي بې کوره او بې اوره شي، نو له امله یې د فقر له وروستې کچې سره مخ کېږي. ډېری افغان کډوال چې له کلیو څخه ښارونو ته را کډه کېږي، په ښارونو کې د فقر له امله دې ته اړه کېږي، چې خیرات ټول کړي. دا او دې ته ورته افغان کډوال له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د کډوالۍ له یوه بد او ناوړه حالت سره مخ دي.