افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په درو لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو لوبډلو د فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب رواني دي، چي افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي په کښي په درې لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي او یوازي ئې یوه ګولوهنه ترسره کړې.
83088342 2509756362685058 7361467795227279360 o افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په درو لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي!
افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي تر دې دمه په دې سیالیو کي درې لوبي ترسره کړي دي، چي درې واړه ئې بایللي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغانستان یادي لوبډلي خپله لومړۍ لوبه قرغزستان ته ۳ ګولونه پر ۰، په دوهمه لوبه کي ایران ته ۱۶ ګولونه پر ۱ او په خپله درېیمه لوبه کي ئې بیا پرون یکشنبه ۳ ګولونه پر ۰ د ازبکستان څخه ماته وخوړه.
83618324 2509757122684982 3562907231546507264 o افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په درو لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي!
ټاکل سوې افغان ۱۹ کلنه فوټسال لوبډله په یادو سیالیو کي خپله څلورمه لوبه نن دوشنبه د کوربه تاجکستان په وړاندي او خپله وروستۍ او پنځمه لوبه بیا سبا سې شنبه د ترکمنستان په وړاندي ترسره کوي.
82862259 2510344835959544 4547677055663210496 o افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په درو لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي!
د مرکزي آسیا د ۱۹ کلنو ښځینه فوټسال لوبډلو ترمنځ دا لیګ د تیري جمعې په ورځ پيل سو او سبا سې شنبه پای ته رسیږي.
په دې سیالیو کي افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنتسان، تاجکستان او قرغزستان ۱۹ کلنو فوټسال لوبډلو ګډون کړی.
د یادو سیالیو تر ټولو مخکښ ایران دئ، خو په دوهم ځای کي ازبکستان، درېیم ځای کي قرغزستان، څلورم ځای کي ترکمنستان، پنځم ځای کي تاجکستان او شپږم او ورستي ځای کي بیا افغانستان شتون لري.
82922550 2511444342516260 9197121772267241472 o افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په درو لوبو کي ۲۲ ګولونه خوړلي!
دا لوبي ټولي د لیګ په ډول ترسره کیږي، چي که هري لوبډلي ډيري بریاوي او نمرې خپلي کړي هغه هیواد د یادو سیالیو اتل پېژندل کیږي.
تر اوسه خو ایران تر ټولو مخکی دئ.