افغان ښځینه فوټسال لوبډله کویټ ته ولاړه.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د ښځینه فوټسال ملي لوبډله د دوستانه سیالیو او تمریناتي کمپ لپاره پرون چهارشنبه کویټ هیواد ته ولاړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي ددې سفر موخه داده، تر څو افغان لوبډله راتلونکو رسمي لوبو د ښه چمتوالي په موخه څو دوستانه سیالۍ او تمریناتي کمپ ترسره کړي.

د دوي په خبره، چي افغان ښځینه فوټسال ملي لوبډله یادي دوستانه لوبي د کویټ هیواد د ښځینه فوټسال ملي لوبډلي سره ترسره کوي.
افغان لوبډله په ۲۰۲۰م کال کي د ښځینه وو ترمنځ د آسیا اتلولیو سیالیو کي ګډون کوي.
د افغانستان دې لوبډلي دلته کابل کي هم څو ورځني تمرینونه ترسره کړي دي.
د یادولو وړ ده، چي د افغانستان یاده لوبه به په کویټ کي یادي دوستانه لوبي او تمریناتي کمپ د علي جواد عطايي تر روزني لاندي ترسره کړي.
بلخوا نن کابل کي د ۱۴ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال لیګ پېلیږي.
د ۱۴ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال په دې لیګ کي د کابل ولایت څخه لسو ټیمونو ګډون کوي، چي یو د بل په وړاندي لوبیږي.

د دې لیګ په لومړۍ ورځ نن ماپښین دوې لوبي ترسره کیږي او همداشان سبا جمعه هم دوې سیالۍ ترسره کیږي.