افغان ښځینه فوټسال لوبډله تاجکستان ته ولاړه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان په ګډون د مرکزي آسیایي هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو ښځینه لوبغاړو لپاره د فوټسال لوبي پیلیږي، چي په یادو سیالیو کي د ګډون په موخه افغان ۱۹کلنه ښځینه فوټسال لوبډله پرون تاجکستان ته ولاړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي تر ۱۹ کلنو د کم عمره ښځینه لوبغاړو د مرکزي آسیا په دې سیالیو کي د افغانستان ترڅنګ ۵ نور هیوادونه هم ګډون کوي.
یاد فدراسیون وايي، چي په دې سیالیو کي افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنتسان، تاجکستان او قرغزستان هیوادونه شتون لري، چي لوبي به ئې سبا د جمعې په ورځ پيل سي او ۶ ورځي به دوام وکړي.
ټاکل سوې تر ۱۹ کلنو کم عمره ښځینه افغان فوټسال لوبډله خپله لومړۍ لوبه سبا جمعه د قرغزستان په وړاندي، دوهمه لوبه راتلونکې شنبه د ایران په وړاندي، درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه د ازبکستان په وړاندي، څلورمه لوبه راتلونکې دوشنبه د تاجکستان په وړاندي او پنځمه لوبه بیا د راتلونکي سې شنبې په ورځ د ترکمنستان په وړاندي ترسره کوي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي دا لوبي ټولي د لیګ په ډول ترسره کیږي، چي که هري لوبډلي ډيري بریاوي او نمرې خپلي کړي هغه هیواد د یادو سیالیو اتل پېژندل کیږي.