په لوګر کې د جمعې د ماښام د درنې چاودنې د وژل شویو شمېر له ۳۱ کسانو پورته شوی او تر اویا تنو زیات نور ټپیان دي. ویل کیږي چې ګڼ شمېر کسان د نړیدولو ودانیو تر مات ګوډو لاندې بند پاتې دي او ویره ده چې د مړو او ټپیانو شمېر به له دې هم پورته شي.
چاودنه د لوګر مرکز پل عالم په یو داسې سیمه کې شوې چې یو روغتون، یو د ملکیانو او محصلانو میلمستون د ملکیانو کورونه په کې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیال یې امرالله صالح په لوګر د وروستۍ خونړي موټري بمي برید پړه پر وسلوالو طالبانو اچولې ده.
سیمه ایز چاورواکو یاران ته ویلي چې په برید کې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې، ماشومان، محصلان او نور ولسي خلک شامل دي.
افغان ولسمشر اشرف غني ددې برید په اړه یوه اعلامیه کې ویلي چې ” طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.”
د لسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح هم دا برید د طالبانو کار بللی دی او پر خپل ټویټر یې لیکلي د داسې بریدونو لپاره ” پاکستان امونیم نایټریټ او نور چاودیدونکې مواد برابروي او طالبان پرې افغانان وژني. ”
I join president @ashrafghani in condemning d heinous terrorist attack in Logar province by the Talibs. The car bomb has kiled & injured dozens of civilians mainly 12 grade graduates in a private hostel preparing 4 Uni entry exams. Pakistani supplied amonium niterate & explsives https://t.co/4UnYbJ6heH
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) April 30, 2021
طالبانو تر اوسه په دې برید کې د خپل مسولیت په اړه څه نه دي ويلي، خو دا ډله ډیر کله په هغو بریدونو کې چې ولسي خلکو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي لاس لرل نه مني.
په ټولنیزو رسنیو کې تر چاودنې وروسته د پېښې ګڼ بوږنونکي عکسونه خپاره شوې چې په کې د میلمستون نړیدلې ودانۍ چې خلک په کې مړه او ټپیان لټوي، د یو روغتون مات چپرکټونه، د ځینو کورونو د روژه ماتې پر دسترخوانونو وین لړلې ډوډۍ ، مړه او ټپي ولسي خلک لیدل کیږي.
ويډيو: د لوګر والي د ټپیانو پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی. pic.twitter.com/f2Oq7toAiO
— ShamshadNews (@Shamshadnetwork) April 30, 2021
د لوګر د برید نا څرګند هدف
د لوګر د ولایتي شورا حسیب الله ستانکزي رسنیو ته ویلي چاودنه په یو داسې ځای کې شوی چې د ولسي خلکو یو میلمستون چې په کې محصلان او ځینې نور مسافر افغان اوسیدل او یو روغتون په کې دي. همدارنګه په شا او خوا سیمو کې یې هم د خلکو کورونه دي.
نوموړي بي بي سي ته ویلي چې موټر د مرستې رسونې د یو موټر په نوم دې میلمستون ته ننوتې دی او بیا یې چاودنه کړې.
افغان چارواکو ویلي چې په میلمستون کې ګڼ د دولسمو ټولګیو هغه فارغان و چې د کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره دې میلمستون کې دېره وو.
ځینو چارواکو ویلي چې ښايي د برید هدف همدا میلمستون و چېرې چې پر نورو مسافرو سربېره یو شمېر افغان زده کونکې پر خپل لګښت اوسیدل. تر اوسه څرګنده نه ده چې په سیمه کې د موټري بمي چاودنې هدف څه وو.
مړه او ټپیان لا هم تر نړیدولو ودانیو لاندې دي
ویل کیږي چې په چاودنه کې په زیاته اندازه چاودیدونکې مواد کارول شوې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي او عیني شاهدان وايي، په هغه ځای کې چې چاودنه شوې د میلمستون روغتون او شا او خوا څو نورې ودانۍ ډیرې زیانمنې شوې. په ځانګړې توګه د میلمستون چت او دیوالونه نړیدلي او ګومان کیږي چې یو شمېره مړه او ټپیان به د نړیدلو دیوالونو لاندې بند پاتې وي. دوی وايي سېمې ته د ملي اردو د سرتیرو په شمول د ژغورنې لپاره خلک رسیدلې او د شپې په تیاره کې هڅه کوي چې د نړیدلو ودانیو څخه خلک راوباسي.
د لوګر برید پراخه غندنې
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر، د روژې مبارکې میاشتې ته په اشارې په لوګر کې موټري بمي چاودنه او په کې د محصلینو په شمول د ملکیانو درنه تلفات یو جنایت بللی دی او دا یې د افغانستان لپاره یوه تراژیدې بللې ده.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښو مشرانو ، افراب سیاب خټک او محسن داوړ هم دا برید غندلی . محسن داړو ویلي هغوی چې ددې وسلوالو ملاتړ کوي، د بې ګناه افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي.
The terrorist attack in Logar, Afghanistan, today & the loss of so many precious lives is heartbreaking. Heartfelt condolences to families of the victims. To those who support These militants & are trying to get them concessions, have the blood of innocent Afghans on their hands. https://t.co/ctXf0juV1Y
— Mohsin Dawar (@mjdawar) April 30, 2021
په لوګر کې د ولسي خلکو د استوګنې په سیمه کې دا درنه موټري بمي چاودنه داسې حال کېږي چې سر د شنبې له ورځې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل پیلیږي. ددې اعلان سره همهاله په ټول افغانستان کې جګړو او تاوتریخوالي زور اخیستی.
بشري حقونو کمیسیون: ښکېل لورې دې تاوتریخوالی ودروي