د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ په دریمه لوبه کې هم افغان لوبډلې بریا خپله کړه.
د ۵ لوبو په دریمه سیالۍ کې زیمبابوې د ټاس په ګټلو د لمړۍ توپ وهنې پریکړه وکړه، خو پریکړه یې په زیان تمامه شوه. د زیمبابوې لوبډله د دویم ځل لپاره په خپل بیټینګ یا توپ وهنه کې ناکامه شوه او ټوله لوبډله یې د ۱۵۴ منډو جوړلو وروسته وسوځیده.
د زیمبابوې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کریګ اروین ۳۹ او سکندر رضا ۳۸ زیاتې منډې جوړې کړې، خو نور توپ توپ وهونکي یې ژر ژر وسوځیدل.
د افغان لوبډلې لخوا راشد خان ۵، مجیب ځدران ۳، ګلبدین ناییب او دولت ځدران د زیمبابوې یو یو لوبغاړی وسوځوو.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې لخوا د ۱۵۵ منډو ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځیدو د رحمت شاه زرمتي د ۵۴ او ناصر جمال د ۵۱ منډو جوړلو سره د لوبې په ۲۸ م اور کې بشپړ کړ او د روان سیریز یا لړۍ دویمه بریا یې هم خپله کړه.
په دې سیالۍ کې راشد خان د ۵ لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او د ۵۰۰ امریکايي ډالرو نغدي جایزه هم ورته ډالۍ شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې ده، چې په یوه لوبه کې زیمبابوې او په دوه هغو کې یې افغانستان بریا خپله کړې ده.
که چېرې افغان لوبډله د پاتې دوه سیالیو څخه په یوه کې هم بریا خپله کړي، نورروان سیریز به هم په خپل نوم کړي.
له دې وړاندې د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې هم افغانستان زیمبابوې لوبډلې ته ۲ د ۰ مقابل کې ماتې ورکړې او په هغه لړۍ کې یې هم بریا خپله کړه.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالي به د راتلونکې جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې د افغانستان پر وخت به د مازیګر په ۳ بجو سره پیل ش