افغان لوبغاړو د موتای په نړیوالو سیالیو کي ۳ مډالونه وګټل.

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: صابرحميدي
د ځوانانو ترمنځ په تېره سپټمبر میاشت کي د موتای نړیوالي سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون شنبه پاي ته ورسېدې او افغان لوبغاړي پکښي ښه ځلېدلي.
د مسئولینو په خبره په دې سیالیو کي د افغانستان د موتای لوبغاړو ۳ بېلابېل مډالونه خپل کړي دي.
دا مډالونه یو د سرو زرو، د سپینو زرو او بل مډال بیا د برنزو دئ، چي افغان ځوان لوبغاړو د موتای په یادو نړیوالو سیالیو کي د ښه ځلېدو له امله ترلاسه کړي.
fb img 1570386240133 افغان لوبغاړو د موتای په نړیوالو سیالیو کي ۳ مډالونه وګټل.
امین الله کریمي په ۵۴ کیلو ګرام وزن کي په څلورو لوبو کي درې وګټلې او یوه ئې بیا وبایللې، چي په دې سره ئې د برنزو مډال وګاټه.
fb img 1570386245607 افغان لوبغاړو د موتای په نړیوالو سیالیو کي ۳ مډالونه وګټل.
کریمي د الجزایر، بریتانیا او د فرانسې لوبغاړو ته ماته ورکړه، خو د بلجیمي تکړه سیال څخه ئې بیا ماته وخوړه.
همدا امین الله کریمي د موتای په بله څانګه موی تاله کي((د اوبو پر سر لوبه)) کي هم لوبي ترسره کړې، چي په یاده څانګه کي ئې بیا د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
fb img 1570386251246 افغان لوبغاړو د موتای په نړیوالو سیالیو کي ۳ مډالونه وګټل.
په دې څانګه کي بیا کریمي دوې لوبي ترسره کړې، چي په لومړۍ لوبه کي ئې پولنډي او دوهمه لوبه کي ئې بیا د پرو هیواد لوبغاړي ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال وګاټه.
بل ځوان افغان لوبغاړي فرهاد حسیني بیا په ۵۷ کیلو ګرام وزن کي مغولستاني او کلمبیايي سیال ته ماته ورکړه او په نیمه پایلوبه کي ئې بیا د روسیې هیواد لوبغاړي څخه ماته وخوړه او کوم مډال ئې نکړ ترلاسه.
fb img 1570386248510 افغان لوبغاړو د موتای په نړیوالو سیالیو کي ۳ مډالونه وګټل.
خو حسیني د موی تاله په څانګه کي سریلانکا او اسرائیل ته ماته ورکړه او د فیلیپين څخه ئې ماته وخوړه، چي په دې سره ئې د سپينو زرو مډال خپل کړ.
د یادولو وړ ده، چي د ځوانانو ترمنځ د موتای دا نړیوالي لوبي د تیري سپټمبر میاشتي په ۲۸مه نېټه د ترکیې په انتالیا ښار کي پيل سوي وې، چي پرون یکشنبه پاي ته ورسېدې.
fb img 1570386258272 افغان لوبغاړو د موتای په نړیوالو سیالیو کي ۳ مډالونه وګټل.
په دې سیالیو کي د ۷۲ هیوادونو څخه د موتای ځوانو لوبغاړو ګډون کړی وو.