په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغان سياستوالو د خاشه “ځوان” وژنه غندلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نظر محمد مشهور په خاشه ځوان وژنه چې طالب وسلوالو يې پړه په غاړه اخيستې، په ډېرو کلکو ټکو وغندله.

حامد کرزي د طالبانو دغه کړنه د بشري حقونو د موازینو خلاف او د اسلام دين ضد وبلله او يو ځل بیا یې د افغانې جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې د هېواد د ژغورنې لپاره له روانې جګړې چې په څرګنده توګه د پرديو په نفع ده، لاس واخلي، د ورور وژنې دې مخنیوی وکړي او ژر تر ژره دې په صادقانه توګه د سولې خبرې اترې پای ته ورسوي تر څو ګران هېواد مو له رنځ او درده وژغوري. د هېواد پخواني ولسمشر د الله (ج) له دربار نه د مرحوم خاشه لپاره جنتونه او د هغه کورنۍ او دوستانو ته صبر وغوښته.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح هم پرون د خاشه ځوان د وژنې په اړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي ويلي دي چې: د ثبوتونو له مخې په ښکاره ډول څرګندېږي چې د طالبانو د حکومت پر پرتله د حفیظ الله امین رژیم څو برابره ښه و او سم قانون یې درلود. د خاشه ځوان صحرايي اعدام ښيي چې طالبان نه شريعت ته ژمن دي، نه محکمه لري او نه قانون او نه انسانیت ته درناوی لري. دغه ډله ناپوهه او وحشت زېږونکې ده. دغه ويډيو د دی لامل کېږي چې موږ ټول د پخوا په پرتله د ناپوهۍ او وحشت پر وړاندې چې موخه یې د افغانستان د مادي او معنوي ارزښتونو له منځه وړل دي، يو ځای او پياوړي شو. د افغانستان هنري کهول، اديبانو او د مدني ټولنې فعالانو ته بلنه ورکوم، چې بیا هم خپل غږ اوچت کړي او موږ هم د تل په څېر له دوی سره همغږي يو.

د حکومتي چارواکو ترڅنګ د هېواد نورو وتلو څېرو او په زرګونو عامو وګړو د خاشه ځوان وژنه په کلکه غندلې ده او د طالبانو دغه کړنه یې وحشت بللی دی.

خاشه ځوان طالب وسلوالو د پنجشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۳۱مه نېټه د کندهار ولایت د ډنډ په ولسوالۍ کې له خپل کوره ایستلی او د جمعې پر ورځ یې په ډزو وژلی دی. تر دې پېښې وروسته طالبانو د دغې پېښې مسووليت منلی و او ويلي يې و چې نظر محمد په چریکی عملیات کې وژل شوی دی. خو د خاشه ځوان مړی په داسې حال کې وموندل شو چې لاسونه یې شاته تړل شوي و. د خاشه تر مړينې څو ورځې وروسته، يوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره او د کاروونکو تر منځ لاس په لاس شوه. په هغې ويډيو کې ښکاري چې نوموړی د وسلوالو ترمنځ په موټر کې کښېنول شوی و او لاسونه یې شاته تړل شوي دي، په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو وسلوال خاشه ځوان څخه پوښتي چې هغه یې په کوم ځای کې نیولی دی، خاشه د هغه په ځواب کې وايي، د اختر پر ورځ یې له کوره را وایستم. هغه غواړي چې نور څه ووايي خو یو وسلوال یې پر مخ په څپېړه وهي او ورته وايي چې چوپ شه! ښکاري چې تر همدې لږ ځنډ وروسته به خاشه ځوان وژل شوی.