افغان حکومت: ړانده نه یو، پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ پرېږډي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

وروسته تر هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، چې افغان دولت دې د خپلو ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي، افغان دولت یې په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان د طالبانو په ګډون د هغو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی چې په افغانستان کې جګړه پر مخ بیایي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې له پاکستان څخه د افغان حکومت مکرره غوښتنه دا وه، چې دغه هېواد باید د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي او ملموس اقدامات وکړي؛ خو پاکستان تر اوسه پورې انکار کوي.

خبرپاڼه کې د قریشي هغو څرګندونو ته په اشارې، چې افغان ځواکونه د جګړې اراده نه لري راغلي، افغان ځواکونه شپه او ورځ په پیاوړې عزم او نه ماتېدونکې ارادې د طالبانو په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ امریکا منلې، چې د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو ډلو او طالبانو امن مرکزونه فعال دي.

د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی پوهېږي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان کې د روانو جګړو او ناامنیو لامل دي.

دده په وینا داسې هم نه ده چې په دې اړه له پاکستان سره خبرې نه کوي، خو دغه هېواد ته یې واضح کړې چې یاد مرکزونه د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره خطرناک دي.

جان کربي وایي له پاکستان سره د یادو مرکزونو پر له منځه وړلو په خبرو بوخت دي.

کربي په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې هم نړیوالو رسنیو او د چارو څارونکو په ځلونو ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې ده او په دغه هېواد کې له امنو مرکزونو وسله وال راځي او په افغانستان کې په ورانکارو او خونړیو جګړو کې ونډه اخلي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي