ليکنه: صابرحميدي
د جرمني او آرجنټاین فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ تېره شپه یوه دوستانه لوبه ترسره سوه، چي په یاده لوبه کی افغانی الاصله لوبغاړی ندیم امیري د جرمني هیواد په ملي لوبډله کي ولوبېد او دا د هغه لپاره یو ریکارډ سو.
د جرمني او آرجنټاین لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده.
په یاده لوبه کي د جرمني لپاره سرجینو ګنابري د لوبي په ۱۵مه او هاویرټز بیا په ۲۲مه دقیقه کي ګولوهنه ترسره کړه.
د آرجنټاین لپاره بیا لوکاس آلارو په ۶۶تمه او لوکاس اُکامپوس بیا په ۸۴یمه دقیقه کي ګولونه ولګول.
په دې لوبه کي افغانی الاصله ندیم امیري ۱۴مه شمېره لباس په تن کړی وو او په بریدګره برخه کي ئې لوبه ترسره کړه.
دا لومړۍ ځل دئ، چي هغه د جرمني هیواد د فوټبال ملي لوبډلي ته غوره سوی، هغه تر دې مخکي د جرمني هیواد د ۱۹ کلنو ملي لوبډلي لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.
ندیم امیري د جرمني هیواد په یوه لوبډله بایرن لوارکوزن کي هم څلور کلن تړون لري، چي په یاده لوبډله کي لوبیږي.
امیري چي تر دې مخکي د بلي جرمنۍ لوبډلي هوفنهایم سره وو د ۱۱ میلیونه یورو په ارزښت د هوفنهایم څخه جلا او د بایرن لورکوزن سره یوځای سو.
هغه تر ۲۰۲۴م کال پوري د بایرن لورکوزن سره قرارداد لري.
امیري په اصل کي افغانی دئ، مګر هغه د جرمني هیواد د ځوانانو په ملي لوبډله کي هم لوبېدلی.
افغان فوټبال فدراسیون هغه ته څو ځلي په ملي لوبډله کي د لوبېدو وړاندیز کړی، خو هغه د نامعلوم دلیل له امله ندی منلی.