افغانی؛ خو په نړیوال جام کي د انګلستان لپاره لوبیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

څو ورځي مخکي د انګلستان کرکیټ بورډ د ۱۹ کلنو ترمنځ د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چي پکښي یو افغانی الاصله لوبغاړی حمیدالله قادري هم شامل دی.
80477793 7989366FF 750x430 1 افغانی؛ خو په نړیوال جام کي د انګلستان لپاره لوبیږي
د نړیوال جام لپاره د انګلستان ۱۹ کلنه لوبډله په دې ډول ده:
جورج بېلډرسن (لوبډلمشر)، حمیدالله قادري، سم یانګ، جورج هېل، ډن موسلي، جیک هېنز، لیوس ګولډز ورټي، جوی ایوسن، سکاټ کوري، هاري ډوکي، بلاک کون، ټام کلارک، جورډن کوکس، چارلسوورت او کاسي الډریج.
حمیدالله قادري د افغانستان په کندهار ولایت کي ۲۰ کاله مخکي پيدا سوی او په لس کلنۍ کي د خپلي کورنۍ سره یو ځای انګلستان ته تللی، چي اوس هلته یو ځای له خپلي کورنۍ سره اوسیږي.
81494513 2172450379730561 5134319328589512704 n افغانی؛ خو په نړیوال جام کي د انګلستان لپاره لوبیږي
حمیدالله قادري له کوچنیوالي د کرکیټ سره علاقه درلوده، چي د خپلې ښې توپ اچوني له امله ئې دا دئ ځان د انګلستان کرکیټ ۱۹ کلني ملي لوبډلي ته ورساوه او په نړیوال جام کي به د انګلستان لپاره ولوبیږي.
افغانی الاصله قادري په راسته لاس اف بریک سلو توپ اچونه کوي او د دې ترمخه د انګلستان په ګڼو ځایي لوبډلو کی لوبېدلی، چي ګڼي لاسته راوړني ئې د خپلو لوبډلو لپاره درلودې.
81160483 2172450653063867 5132423057578655744 o افغانی؛ خو په نړیوال جام کي د انګلستان لپاره لوبیږي
انګلستان د ۱۹کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي په دوهم ګروپ کي د ویسټ انډیز، آسټرالیا او نایجریا سره شتون لري.
انګلستان کرکیټ لوبډله په راتلونکي نړیوال جام کي خپله لومړۍ لوبه د رواني جنوري میاشتي په ۲۰مه نېټه د ویسټ انډيز په وړاندي، دوهمه لوبه د جنوري په ۲۳مه د آسټرالیا په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د جنوري میاشتي په ۲۵مه نېټه د نایجریا په وړاندي ترسره کوي.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د رواني جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د سویلي افریقا په کوربتوب د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پېلیږي، چي په یادو سیالیو کي افغانستان هم ګډون لري او تېره اونۍ کي ئې سویلي افریقا ته سفر وکړ.