افغانستان د ویسټ انډیز د سفر لپاره لوبډلي اعلان کړې!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي درې یو ورځنۍ، درې شل آوریزه او یوه بیا ټیسټ لوبه ترسره کیږي، چي افغانستان ورته دوو فارمټونو یو ورځنیو او شل آوریزه سیالیو ته ټيمونه اعلان کړل.
یادو درې واړه فارمټونو ته ویسټ انډيز څو ورځي مخکي لوبډلي اعلان کړي وې، خو د افغانستان کرکیټ بورډ غوراوي کمېټې نن جمعه یوې ځانګړې ناسته کي شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو ته لوبډلي اعلان کړې.
75462407 2479155435672373 3655374377031041024 n افغانستان د ویسټ انډیز د سفر لپاره لوبډلي اعلان کړې!
افغانستان او ویسټ انډيز به لومړی د یو ورځینو، ورپسې د شل آوریزه او بیا به وروسته یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي نومبر میاشتي په ۶مه، دوهمه لوبه د نومبر په ۹مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د نومبر په ۱۱مه نېټه ترسره کیږي.
یو ورځنیو لوبو ته افغان کرکیټ بورډ دا لوبډله اعلان کړه:
راشدخان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوید احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نوین الحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن.
73222979 2478960229025227 1515689418977968128 n افغانستان د ویسټ انډیز د سفر لپاره لوبډلي اعلان کړې!
افغانستان د ویسټ انډيز په وړاندي لومړۍ شل آوریزه لوبه د نومبر په ۱۴مه، دوهمه شل آوریزه لوبه د نومبر په ۱۶مه، خو وروستۍ او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا د نومبر په ۱۷مه نېټه ترسره کوي.
شل آوریزه سیالیو ته بیا دا لوبډله اعلان سوه:
راشدخان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابرهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمن الله ګربز، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد، یمین احمدزی، نوین الحق، سید احمد شېرزاد او مجیب الرحمن.
74322567 2478981365689780 7266336442874331136 n30 افغانستان د ویسټ انډیز د سفر لپاره لوبډلي اعلان کړې!
په همدې موخه جوړه سوې ناسته کي د غوراوي کمېټې مشر اڼدي مولز زیاته کړه، چي د ویسټ انډيز په وړاندي د یوازینۍ ټیسټ لوبي لپاره به تر شل آوریزه سیالیو وروسته لوبډله اعلان سي.
ټیسټ لوبه بیا د نومبر میاشتي په ۲۷مه نېټه پېلیږي او د ډیسمبر میاشتي تر لومړۍ نېټې پوري دوام کوي.
د انډي مولز په خبره، چي اعلان سوي لوبغاړي په شپږیزه لیګ تر ارزوني وروسته ټاکل سوي.