د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو سیریز یا لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیده.
د دغه ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شوې وه، چې پکې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ لوبو څخه په ۴ سیالیو کې افغانستان او یوازې یوه لوبه کې د زیمبابوې لوبډلې بریا خپله کړه.
د ۲۰۱۸ م کال د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵۰ اوریزه سیالیو د سیریز په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنې سره د ۹ لوبغاړو په سوځیدو د جاوید احمدي د ۷۶ او رحمت شاه زرمتي د ۵۹ منډو جوړولو سره ټولې ۲۴۱ منډې وکړې.
په ځوابي لوبه کې د زیمبابوې لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۳۳ م اور کې وسوځیدل او د ۱۴۶ منډو په ستر توپیر یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ومنله.
له دې بریا سره افغان لوبډلې د زیمبابوې خلاف په سیریز کې د ۵ لوبو څخه په ۴ لوبو کې بریا خپله کړه او دغه لړۍ یې په خپلې ګټې پای ته ورسوله.
د ۵ لوبو په دې لړۍ کې افغان لوبغاړي رحمت شاه زرمتي تر نورو لوبغاړو زیاتې ۲۷۲ منډې جوړې کړې، خو د سیریز غوره لوبغاړی راشد خان د ۱۵ ویکټو په اخیستو او ۵۱ منډو جوړولو سره ونومول شو.
په دې لړۍ کې راشده خان ۱۵ او مجیب ځدران ۱۲ لوبغاړي وسوځول، چې دواړو لوبغاړو یو ځل د زیمبابوې ۵ لوبغاړي هم وسوځول، چې مجیب ځدران د لمړي ځل لپاره د خپل کرکټ په کیریر کې ۵ لوبغاړي وسوځول.
o
ځوان مجیب ځدران د کرکټ په تاریخ کې لمړی لوبغاړی شو، چې په کم عمر ۱۶ کلنۍ کې یې په یوه لوبه کې ۵ ویکټې وا اخیستې. له دې وړاندې دغه ریکارډ د پخواني تیز بالر پاکستاني وقار یونس سره و، چې د ۱۸ کلنو په عمر کې یې په یوه سیالۍ کې ۵ لوبغاړي سوځولي و.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ ترسره شوي دي، چې لمړۍ یې ۲ د ۲ مقابل کې مساوي، خو پاتې ۴ سیریزونو یا لړیو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د سیریز وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم ترسره شوه، چې په دواړو لوبو کې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې.
د زیمبابوې خلاف د سیریز ګټلو وروسته به اوس افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ګډون کوي.
د غوراوي پړاو سیالۍ د ۱۰ لوبډولو ګډون په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، پي این جي، متحده عربي امارات او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې دي.
د غوراوي پړاو دغه سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب په زیمبابوې کې د راتلونکې مارچ میاشتې د ۴ مې نېټې څخه پیل کیږي، چې پکې به افغان لوبډله په خپلې لمړۍ سیالۍ کې د مارچ په ۴ مه نېټه د سکاټلینډ، د مارچ په ۶ مه نېټه د زیمبابوې، د مارچ په۸ مه نیټه د هانګ کانګ او د مارچ په ۱۰ مه نېټه به دنیپال لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي. خو د دغه پړاو د رسمي سیالیو وړاندې به افغان لوبډله دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړي، چې په لمړۍ سیالۍ کې به د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې خلاف د فیبرورۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه او د مارچ میاشتې په لمړۍ نیټه به په دویمې تمریناتي سیالۍ کې د هالینډ خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
د یادونې وړه ده، چې د کرکټ نړیوال جام غواروي پړاو دې سیالیو څخه به د انګلستان په کوربه توب د۱۲ م پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته، چې د ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې د ۳۰ مې نیټې څخه پیلیږي؛ دوه لوبډلې لار پیدا کړي او د ۸ نورو لوبډلو سره به یو ځای شي.