افغانستان او ایرلینډ شل آوریزه لوبي په مارچ میاشت کي کوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان کرکیټ بورډ خبر ورکوي، چي د افغانستان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کي درې شل آوریزه لوبي ترسره کیږي.
دا لوبي تر دې مخکي د ایرلینډ په کوربتوب پلان سوي وې، خو ایرلینډ کرکیټ بورډ د لوبډلي د زیات مصروفتیاوو له امله یادي لوبي لغوه کړي وې.
rashid khan bowling افغانستان او ایرلینډ شل آوریزه لوبي په مارچ میاشت کي کوي
اوس افغان کرکیټ بورډ خبر ورکړی، چي افغان او ایرلینډ لوبډلي به درې شل آوریزه سیالۍ په مارچ میاشت کي د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي ترسره کړي.
دا لوبي د هند هیواد نویډا ښار په ګریټر نویډا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.
83140225 610958826358859 5186456555070947328 n افغانستان او ایرلینډ شل آوریزه لوبي په مارچ میاشت کي کوي
د افغانستان د کرکیټ بورډ پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي افغان او ایرلینډۍ لوبډلي به د لړۍ لومړۍ شل آوریزه لوبه د مارچ په ۶مه، دوهمه په ۸مه او درېیمه شل آوریزه لوبه بیا د مارچ میاشتي په ۱۰مه نېټه ترسره کړي.

GettyImages 936855844 افغانستان او ایرلینډ شل آوریزه لوبي په مارچ میاشت کي کوي
HARARE, ZIMBABWE – MARCH 23: Muhammad Shahzad of Afghanistan looks on as Kevin O’Brien of Ireland scores runs during The ICC Cricket World Cup Qualifier between Ireland and Afghanistan at The Harare Sports Club on March 23, 2018 in Harare, Zimbabwe. (Photo by Julian Herbert-IDI/IDI via Getty Images)

څو ورځي مخکي افغان کرکیټ بورډ د روان ۲۰۲۰م کال لپاره د افغان لوبډلي لوبي اعلان کړې، چي یوازي پکښي د نړیوال جام او آسیا کپ لوبي وې، خو اوس تازه افغان بورډ وتوانېد، چي ایرلینډی بورډ قانع کړي، چي لغوه سوي درې شل آوریزه لوبي بیرته پلان کړي.
ټاکل سوې افغان ۱۹ کسیزه لوبډله همدې ورځو کي د یوه تمریناتي کمپ لپاره متحده عربي آماراتو ته ولاړه سي او له راتګه وروسته به د ایرلینډ په وړاندي دې درو شل آوریزه سیالیو ته لوبډله اعلان کړي.