ازموینو ملي اداره: اکثرو ولایتونو کې د کانکور ازموینې پیل شوې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د آزموینو ملي اداره د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کانکور آزموینو لړۍ د پیل خبر ورکوي.

یاده اداره وايي، دویم پړاو کې په اتو نورو ولایتونو کې د کانکور آزموینې اخلي او دریم پړاو کې به پلازمېنه کابل کې دغه پروسه ترسره شي.

په ورته وخت کې جګړه ځپلي هلمند کې سلګونه ځوانان د کانکور په درې ورځنۍ ازموینه کې ګډون کوي.

هلمند یو له هغه ولایتونو دی چې تېرې شل کلنې جګړې ځپلی دی، خو بیا هم ددې ولایت نوي ځوانان د زده کړو په لټه کې دي.

د ازموینو ملي اداره وایي چې په دغه ولایت کې۳۳۰۰ زده کوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی دی.

لښکرګاه ته د ازموینو ملي ادارې د تللي پلاوي مشر پوهنمل محمد حامد همدرد وویل چې دغه ازموینه به درې پړاوه ولري او په درې پړاوونو کې به د ۳۳۰۰ په شاوخوا کې زده کوونکي په دې ازموینه کې ګډون وکړي.

د هغه په خبره په دې ډله کې ۳۲۳ یې نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې په ګڼو ولایتونو کې یې د کانکور ازموینه پيل کړې ده او زرګونه زده کوونکي به پکې ګډون وکړي.

بلخوا ننګرهار کې د ۲ زره ۷۹۲ نجونو په ګډون له ۱۴ زره ۳۳۲ کسانو څخه د کانکور آزموینې بهیر نن سهار پیل شو.

ځايي چارواکي وايي، د آزموینو دغه بهیر به څلور ورځې دوام وکړي.

په لغمان کې هم د ۲۶۶۰تنو د دولسم ټولګي له فارغو شویو زده کوونکو څخه د کانکور ازموینې داخیستلو لړۍ پیل شوه.

د لغمان پوهنتون رئیس عصمت الله دراني د معلوماتو له مخې چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې ۲۶۶۰ د دولسم ټولګي فارغ شوي هلکان او انجونې ګډون کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي