اروپایي ټولنه وایي ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي.
د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او دا یې لار نه ده.
دده په خبره هېڅ لوری هم په افغانستان کې په یوازې ځان بریا ته نه شي رسېدلی.
نوموړي دا هم ویلي چې طالبانو په وروستیو کې بریدونه ډېر کړي دي، جګړه شدیده شوې او هدفي بریدونه هغه څه دي چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی.
آرناوټ له ولسمشر غني غوښتي چې د هېواد په سیاسي لومړیتوبونو ځان پوه کړي او د سولې لپاره اغېزناک او کوټلي ګامونه اوچت کړي چې په دې توګه په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسول شي.
اروپایي ټولنه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې، د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي.
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د افغان سولې په اړه د استانبول د کنفرانس پر نېټه هوکړه کړې ده او ټاکل شوې چې دغه غونډه د اپرېل په شپاړسمه چې د حمل له ۲۷مې سره برابره ده ترسره شي.
بلخوا سرچینې وایي طالبان ددې پلویان دي چې غونډه دې تر روژې وروسته ترسره شي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا ویلي چې تر اوسه ددغه غونډې پر نېټه توافق نه دی شوی.
افغان حکومت هم وایي چې د غونډې پر نېټه توافق نه دی شوی. د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې تر اوسه د استانبول د غونډې لپاره کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
راپورونه وايي چې د استانبول غونډه به لس ورځې دوام کوي او په هغه کې به طالبان او افغان حکومت پر ټولو مهمو مسایلو بحث کوي او د جګړې د ختمولو لپاره به هڅه کېږي.