د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په خطاب کې ویلي، مخکې له دې چې پر ترکیې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړه.
د اردوغان اشاره د امریکا د میلیونونو اصلي اوسېدونکو وژنې ته وه.
اردوغان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې یکشنبې په ورځ د یو رسمي بیان په خپرولو سره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عثماني دورې په وخت کې د ارمنیانو وژلو او د هغوی شړلو ته د ډله ییز وژنې نوم ورکړی دی.
خو ترکیې بیا ویلي چې هیڅوک د دې حق او وړتیا نه لري چې د ترکانو په وینو د لیکل شوي تاریخ درس دوی ته ورکړي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کلین ویلي وه چې هېواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې امریکا ته ځواب ورکړي.
کلین زیاته کړې وه، ټاکل شوې ده د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ پر دې مسله په کابینه کې خبرې اترې وکړي.
تر دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جو بایډن خبرې په سختو ټکو ردوي او وایي هیڅوک د دې حق او وړتیا نه لري چې ترکانو ته د هغوی په وینو د لیکل شوي تاریخ درس ورکړي.