ادهانوم: د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرونا اومیکرون بڼه د چټکې پراختیا په حال کې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر په تازه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د کرونا اومیکرون بڼه د دلتا په پرتله د چټکې پراختیا په حال کې ده او ټولو ته په کار ده چې پر وړاندې یې تیاری ولري.

د تدروس ادهانوم په خبره دوی تر اوسه د هېڅ داسې لارې چارې په پیدا کولو نه دي بریالي شوي چې وکړی شي د اومیکرون د پرمختګ مخه ونیسي خو په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي په دې ویروس ان د هغو کسانو د اخته کېدو امکان شته چې د کرونا ضد واکسین یې لګولي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي