اختر د ټولو مسلمانانو له پاره د الله تعالی له لوري ورکړل شوی جشن یا خوشحالي ده، چې دا خوشحالي په بېلا بېلو ډولونو لمانځل کېږي. افغانان هم د اختر خوشحالي په بېلا بېلو ډولونو لمانځي او په اخترونو کې ځینې لوبې هم کوي، چې ځینې یې سمې خو ځینې دا لوبې بیا ناسمې دي؛ دا چې د دوی کومې لوبې سمې او کومې یې ناسمې دي، په دې لیکنه کې به یې په اړه معلومات وړاندې شي.
افغان ماشومان او ځوانان ډېری په اخترونو کې د پټاکیو لوبه، د غوزانو ګټلو لوبه او هګۍ جنګۍ لوبې کوي، چې دا لوبې د دوی له پاره ډېرې په زړه پورې وي، چې دا بیا په ټولنه کې ښې نه ګڼل کېږي او ځینې د ټولنې په زیان هم دي. که موږ د پټاکیو لوبه په نظر کې ونیسو دا یوه ناوړه لوبه ده، په ځانګړي ډول د ماشومانو له پاره له خطره ډکه او د هغوی د ذهن د خرابېدو لامل کېږي. له یوې خوا کېدای شي، ماشومان په دې لوبه کې ځان خوږ کړي او له بلې خوا له پټاکیو سره لوبې کول، ماشومان جګړې ته هڅوي. د پټاکیو له اواز څخه په ټولنه کې هم خلک له بېلا بېلو ستونزو سره مخ کېږي. موږ په داسې یوه هیواد کې ژوند کوو، چې کلونه کېږي جګړه په کې روانه ده، چې اوس زموږ په ټولنه کې خلک له داسې اوازونو څخه کرکه کوي، ویره ترې لري، په غوږو یې بد لګېږي، نو هغه لوبه چې په تولنه کې د خلکو د ازار او اذیت لامل کېږي، د هغې لوبې ترسره کولو ته د خوشحالیو په ورځو کې څه اړتیا ده. یو بل بد دود هم چې موږ په خپله ټولنه کې لرو، هغه دا دی چې ډېری کورنۍ په اختر کې خپلو ماشومانو ته د لوبو له پاره د جنګ وسلې اخلي او ماشومان یې په کوڅو او سرکونو کې په دې وسلو د جګړې تمرین یا لوبې کوي، چې دا کار په لوی لاس جګړې ته د خپل ماشوم تشویقول دي.
د هګۍ جنګولو لوبه بیا په زړه پورې لوبه ده، خو که د شرط یا قیمار موضوع په کې نه وي او په عادي حالت کې دا لوبه وشي. ډېری ځوانان د هګۍ جنګولو په لوبه کې شرط ږدي چې شرط د اسلام له نظره یو ناروا عمل ګڼل کېږي، نو د اسلام له نظره دا ډول لوبه کول هم ناروا ګڼل کېږي او که له تولنیز اړخ څخه هم ورته پام وکړو نو یو کس په دې کې زیان کوي او دا زیان کول بیا د دوه کسانو تر منځ د کرکې او لویو ستونزو لامل کېږي، چې دا لوبه هم ښه نه ګڼل کېږي. خو که د شرط مساله په کې نه وي بیا ستونزه نه لري.
د دې تر څنګ ځینې نورې لوبې هم شته چې په اخترونو کې کېږي، چې د هغو لوبو لوبول بیا کومه ستونزه نه لري، لکه ځینې ورزشي لوبې، بڼدارونه اتڼیزې لوبې، ټوکې ټاکلې چې په اخترونوکې خلک خپله خوشحالي پرې لمانځي.
نو دې ټکو ته باید هر افغان متوجه وي، چې داسې لوبې په اخترونو کې ونه لوبوي، چې هغه د تولنې په زیان وي او خلک ترې کرکه وکړي، ځکه اختر د خوښیو او نېکمرغیو ورځ ده نه د دې ورځ چې څوک له ځانه ناراضه کړو.