احمد شاه پکتین د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کي لوبڅاري کوي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د کرکیټ بورډ د لوبڅارۍ څانګي مسئول او د هیواد تکړه کرکیټ لوبڅار احمد شاه پکتین د ۲۰۲۰م کال د ۱۹ کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي د ګډون په موخه د سې شنبې په ورځ سویلي افریقا ته روان سو.
د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د کرکیټ نړیوالي شورا احمدشاه پکتین وار له مخکي د ښې لوبڅارۍ له امله غوره کړی وو او په یاد جام کي د ګډون په موخه د سې شنبې په ورځ سویلي افریقا ته ولاړ.

د بورډ په خبره، چي افغان لوبڅار به د نړیوال جام او تر هغه مخکي د یو شمېر هیوادونو ترمنځ په تمریناتي لوبو کي لوبڅاري وکړي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، احمدشاه پکتین به د رواني جنوري میاشتي  په ۱۲مه د انګلستان او زیمبابې او په ۱۴مه نېټه به بیا د سویلي افریقا او نایجریا ترمنځ په لوبو کي لوبڅاري وکړي او یادي لوبي به مخته یوسي.
د دې ترڅنګ ټاکل سوې د افغانستان دا نوموتی لوبڅار د جنوري په ۱۸مه د هندوستان او سریلانکا، د جنوري په ۱۹مه د جاپان او هندوستان، د جنوري په ۲۲مه د انګلستان او نایجریا، د جنوري په ۲۳مه د سریلانکا او نیوزیلېنډ او د جنوري میاشتي په ۲۵مه نېټه به بیا د ویسټ انډيز او نایجریا ترمنځ د نړیوال جام په سیالیو کي لوبڅاري وکړي.

د ۱۹ کلنو ترمنځ په نړیوال جام سیالیو کي افغان لوبډله په سویلي افریقا کي ده او هلته نړیوال جام ته د ښه تیاریو په موخه په تمرینونو او تمریناتي لوبو بوخته ده.
افغان لوبډله به هم تر نړیوال جام مخکي دوې رسمي تمریناتي لوبي د انګلستان او هندوستان سره د جنوري میاشتي په ۱۲مه او ۱۴مه نېټه ترسره کړي.
د ۱۹ کلنو نړيوال جام ۱۳م پړاو چي د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلیږي د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.
 په دغه جام کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري چې افغانستان په (ډي) ګروپ کې د کوربه سويلي افريقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډلې سره لوبې کوي.
په یاد نړیوال جام کي ټولي ۴۸ لوبي ترسره کیږي.