اته دقیقې فلم،چې د نړۍ تر ټولو لنډ او غوره فلم لقب ګټلی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 

نږدي دوه میاشتې کېږي، چې ساده اتاق کې په یو بستر پرته یم. په دغه موده کې د کورنۍ په مرسته یوازې دوه ځلې بهر ډاکټر ته تللي یم. تیر نظام مې ترافیکې پېښه کړې وه، د دې واکمنۍ مې لا بهر نړۍ، له نږدې نه ده لیدلې.
د کړکۍ تر څنګ یم، نېمه حویلۍ راته ځنې ښکاري، په بهر ونو، بوټو او ګلانو پسې خفه شوې یم، په دې دوه میاشتو کې یې ډېره وده کړې او ډېر مست شوي هم دي. په حویلۍ کې د هر ګرځیدونکو په قدمونو کې مې سترګې نښتې دي، پښې مې یې د نظره تېرې کړې، بیا مې نظر خپلې پاسمان شوې پښې ته راواړه او نظر پرې تم کړ. چورت واخیستم، چې ایا زه به هم کله ګرځیدلي وم یا به وګرځېدلی شم؟

تر اوږده چورته وروسته ځانته راستنه شوم او زر مې ورته وویل؛

«ته دومره ناهیلې او بې مانا فکرونه نشي کولای! ولې یو څه مثبت فکر نه کوې او ولې دې هېلې او فکرونه نه راټولوي!؟»

لنډ مې ذهن ته راوګرځیدل چې!»

 

د سینما تیاتر اعلان وکړ، چې اته دقیقې فلم د نړۍ تر ټولو د لنډ غوره فلم لقب ګټلی، نو له همدې امله، پریکړه شوې چې نوموړی فلم په سینماګانو کې په وړیا توګه نندارې ته وړاندې شي، ترڅو ټول خلک وکولای شي، چې د دې فلم لیدو لپاره راټول شي، یانې وه یې ګوري.

فلم د یو بې رنګ او بې ډیزاینه خونې د داسې چت په لیدو پیل کېږي، چې هېڅ رنګ او نقاشي یې نه درلوده، پاک صفا یوازې سپین چت …

درې۳ دقیقې پرته د کیمرې له حرکته تېرېږي او بله صحنه نه ښودل کېږي…
درې دقیقې نورې هم پرته د کوم حرکت او صحنې بدلولو تېرېږي …

د شپږ ستړي کوونکو دقیقو وروسته؛ د لیدونکو زغم ختمېږي، غږونه پورته او اعتراضونه پیلوي.
ځینې ​تالار پرېښودو ته نږدې وو، او یو شمېر یې د تیاتر چارواکو باندې اعتراضونه کول، ځکه چې د دوی وخت یوازې د یو ستړي کوونکي چت په لیدو ضایع کوي…
اکثریت اندېښمن او په وتلو کې وو چې ناڅاپې پرته له کومې توضیح کېمره ورو ورو له چت څخه دیوال لورې ته په راښکته کېدو شوه، تر څو لاندې فرش ته ورسید.
په بستر کې پروت یو ماشوم راڅرګند شو، کوم چې له څه وجهې په بشپړ ډول معلول و.
د هغه په ​​کوچني بدن کې نخاع نه وه او هغه حرکت نشو کولی.

20210829_134022.jpg

د هغه سترګې په هماغه خالي سپین چت کې وې او په ​​سترګو کې یې ډنډ اوښکې ځلېدلي.
کمره ورو ورو د معیوب ماشوم د بستر په لور نږدي کېذله، تر څنګ خالي ویلچر چوکۍ پرته وه …
کمره بیرته د هماغه ستړي کوونکي چت په لور حرکت وکړ او ودرېده، خو دا ځل پرې یوه لیکل شوې جمله وښوده:

“موږ تاسو ته دا صحنه یوازې د ۸ دقیقو لپاره وښوده او دا معلول ماشوم ټول عمر همدا یوه صحنه ګوري، خو تاسو یې یوازې په ۶ دقیقو لیدو شکایت پیل کړ، تاسې د ۶دقیقو لپاره د خالي چت کتلو زغم نه لرئ!؟

 

ـ لهذا د خپل ژوند د هرې ثانیې ارزښت وپیژنئ، دا چې تاسو ښه او په خیریت کې یاست، او د هر هغه نعمت لپاره د خدای شکر ادا کړئ، چې تاسو ته درکړی شوي دي.