د ژوند ۲۴ قوانین؛ دا قوانین د ټولو لپاره مهم دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او زیاتونه: احمد فرهاد توتاخیل
۱.       هره ورځ ۳۰ دقیقې سپورټ کوه.
۲.       هره ورځ ۸ ګیلاسه اوبه څکه.
۳.       د سهار چای د یوه پاچا په څیر څکه، د غرمې ډوډۍ د یوه شاهزاده په څیر خوره خو د شپې ډوډۍ د یوه غریب په څیر خوره.
۴.       له غوښې او پروسس شویو خوړو ډډه وکړه؛ ترکاري‌باب زیات کاروه.
۵.       له انرژۍ، خواخوږۍ او لیوالتیا سره ژوند کوه.
۶.       له زیاتې مالګې او سوډا کارولو ډډه وکړه.
۷.       زیات کتابونه لوله.
۸.       هره ورځ لږ تر لږه ۱۰ دقیقې چوپ کینه.
۹.       ۲۴ ساعتونو کې ۸ ساعته خوب کوه.
۱۰.     هره ورځ ۳۰ دقیقې پلي ګرځه.
۱۱.     خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوه، ځکه ته د هغوی د ژوند د سفر په اړه نه پوهیږې.
۱۲.     د وخت په تیریدو هر څه سمیږي.
۱۳.     د ژوند په چارو کې ځان له حده زیات جدي مه نیسه.
۱۴.     خپل با ارزښته وخت په اوازو او بې اساسه شایعاتو مه تیروه.
۱۵.     بُخل د وخت ضایع کول دي. ته هغه څه له مخه لرې، چې اړتیا ورته لرې.
۱۶.     ژوند ډیر لند دی؛ کرکې ته په کې ځای نشته؛ له یو بل نه کرکه مه کوئ.
۱۷.     له ماضي سره دې روغه جوړه وکړه، ځکه ستا پر اوسني وخت هیڅ اغیز نه لري.
۱۸.     له تا پرته بل هیڅ څوک ستا د خوشالۍ مسوول نه دي.
۱۹.     وخت که هر څومره ښه او یا خراب وي، تیریږي.
۲۰.     هر هغه څه چې په لاس کې لرې، پرې شکر باسه.
۲۱.     د کورنۍ له غړو سره دې مینه کوه او ارزښت ورکوه.
۲۲.     له مال څخه دې هره ورځ یو څه بل چا ته ورکوه.
۲۳.     هغه څه چې نور خلک ستا په اړه فکر کوي، هیڅ اړین نه دي.
۲۴.     څښتن تعالی ټولو انساناتو ته په یوه شکل ژوند نه دی ورکړی، خو لا هم ښکلی دی. خوند ترې اخله.