لیکنه: شپنه سلګۍ
د هغو ناسمو باورنو څخه، چې زموږ په ټولنه کې شته، یو هم د واده په کولو سره د ځوانو دانو له منځه وړل دي.
د ځینو کورنيو مشران هغو ځوانانو ته چې ځوانې دانې لري د واده سپارښتنه کوي چې دا کاملاً ناسم باور دی، ځکه چې ځوانې دانې د عمر له نظره په ښځينه جنس کې ډېری د لس او دولس کلنۍ حتا په يو تعداد نجونو کې په اته کلنۍ کې پیل او په نارينه جنس کې ۱۲ ـ ۱۴ کلنۍ عمر کې پیل او په دواړو جنسونو کې تدريجاً زیاتېږي او په ۱۸ کلنۍ کې خپل اوج ته رسېږي او تدريجاً تر ۲۵ کلنۍ پورې په مطلق اکثریت مصابينو کې په بنفسهی ډول له منځه ځي.
دا چې زموږ په ټولنه کې ډېری وادونه د ۱۸ـ ۲۵ کلنۍ په عمر کې ترسره کېږي او لۀ بلې خوا دا ستونزه هم تر ۲۵ کلنۍ په ډېری ناروغانو کې په خپل سري ډول ښه کېږي، نو دوی داسې فکر کوي چې دا ستونزه د واده په کولو پورې تړاو لري.
له بلې خوا ځوانې دانې څو فکټوريزه (څو سبب لروونکې) ناروغي ده چې له يوې خوا د اندروجنو تر تاثير لاندې د پوستکي د شحمي غدواتو افرازات زياتېږي له بلې خوا هغه مسامات یا فوليکلي کانالونه چې دا شحمي افرازات ترې د پوستکي سطحې ته انتقالېږي.
د اپيتل حجراتو د هيپرکراتوز له کبله بندېږي او په پایله کې یې هغه غوړ (سیبوم) تر پوستکي لاندې پاتې کېږي او د هغه غرس او پاتې کېدل په پوستکي کې په يو تعداد خلکو کې د التهاب د منځته راتلو سبب کېږي او په ورته وخت کې يو میکروب چې په پوستکي کې موجود دی له فرصت څخه په استفادې مداخله کوي او دا ناروغي منځته راوړي او هېڅ تړاو د واده سره نه لري.
نو هغه ځوانان چې دا ستونزه لري او معمولاً په دغه عمر کې به زدهکوونکی، محصل او یا د کوم بل کسب او کار په زدهکړه بوخت وي دا به غټه جفا وي چې د واده سپارښتنه ورته وشي، هغه هم په دي بهانه چې ګواکې په واده کولو سره دې ځوانې دانې له منځه ځي، ځکه چې واده او اولاد درلودل غټ مسووليت دی او د ځوانانو د پرمختګ مخه نيسي.
نو ځوانان دې خپل تعليم او تحصيل ته ادامه ورکړي او د خپل مسلک اوج ته دې ځان ورسوي او که چېرته ځوانې دانې يې ځورونکي وي، نو د پوستکي د متخصص ډاکتر سره دې پرې مشوره او درملنه وکړي.
واده خو هسې هم د هر يو ځوان مسلم حق دی هغه به په مناسب وخت کې کېږي، خو زدهکړې هېڅکله مه پرېږدئ.