زکام، ریزش، نزله څومره درملني ته اړتیا لرې؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 
زکام د نړۍ تر ټولو زیاته پیښیدونکې ناروغي ده، چې لویان کال کې لږترلږه ۸-۶ ځلې او کوچنیان له دې زیات ورباندې اخته کیږې.
زکام یوه ویروسي ناروغي ده چې له ۲۰۰ زیات ویروسونه ددي ناروغۍ لامل کیږې خو رینو وایروس( rhinovirus) ېې له ټولو زیات لامل جوړوې.
هغه وګړې چې شخصي روغتیا ساتنه ېې کمزورې، سګرټ څکوونکې، هغه وګړې چې له خاورو او ګردونو سره سر اوکار لرې او هغه وګړې چې د وجود دفاعي سیستم ېې د ناروغیو او یا هم ددرملو له امله کمزوری وی د په نزله یا زکام د ناروغیدو له خطر سره زیات مخ کیږي.
دا ناروغي د پوزې او ستونې دالتهاب سبب کیږې چې لاندې اعراض او علایم را منځته کوي.
۱: د ستونې او پوزې خارښت او درد.
۲: د پوزو بهیدل
۳: ځان دردې او کسالت
۴: تبه، ناروغ کیدای شي د ۳۸،۵ درجو پورې تبه ولرې
د زکام درمل یا درملنه
زکام کیدای شي یوه اونۍ یا هم لس ورځې دوام وکړې.
زکام او نزله پخپله ډیره زیان رسوونکې نه ده خو دا زموږ دوجود عکس العمل دی چې کله مو ناروغي ډېر زوروي او کله لږ.
ناروغي درملني ته اړتیا لرې خو درملو ته ډیره اړتیا نلرې. یعنې کوم ځانګړې درمل نه شته چې زکام هغه د چا خبره ټک و پتری کړي خو د درملنې لارې چارې یې شته چې د ناروغۍ ځورونکې علایم کموي او د زر رغیدو زمینه برابروي.

د زکام پر مهال هڅه وکړئ ګرم مایعات ډیر وڅښئ، څو د بدن اوبه مو پوره او د وایروس په وړاندې مو د وجود مقاومت زیات شي.

د ناروغۍ په درملنه کې لاندې ټکي باید په پام کې ونیول شي.
۱: له ډېر او دروند کار څخه ځان ساتل په ځانګړې توګه هغه وخت چې ناروغي په درز کې روانه وي.
۲: د ګرمو مایعاتو کارول څو د بدن اوبه مو پوره شي.
۳: شخصي روغتیا ساتنې او پاکۍ ته پام کول.
۴: له وچې او یخې هوا ځان ساتل.
۵: د پزې او خولې ماسک کارول.
۶: د تبې او درد ضد درملو کارول.
۷: ځیني در مل چې د هستامینو او التهاب ضد دي ستاسو د ناروغۍ شدت راکمولی شي.
۸: د تړمو مالګینو اوبو غړغړه او د پوزو وینځل.
۹: له ګردونو، لوګیو او سګرټ څکولو ځان ساتل.
۱۰: دیخو مشروباتو، مرچ او پیازو له خوړو ډډه کول.
څنګه په کورنۍ او چاپیریال کې د زکام د خپریدو مخه ونیسو
زکام یوه سارې ناروغي ده چې یو بل ته لېږدې نو باید کوښښ وشي چې ناروغ له نورو وګړو سره ډیر او نږدې تماس ونلرې.
دزکام په اړه ډاکټر له تاسو سره لاندې مرسته کولای شي.
۱: ډاکټر باید هغه حالتونه چې له زکام سره مشابهت لرې او نورو درملو ته اړتیا لرې سره بیل او درملنه ېې وکړې.
۲: هغه ناروغۍ چې دزکام له بابېړې وروسته منځته راځي باید وپیژندل شي او درملنه ېې وشي.
۳ : ډاکټر باید ناروغ ډاډه کړې چې په یوه عادې ناروغۍ اخته شوی.
۴: پر دې ناروغۍ انتي بیوتیک یا د بکتریا ضد درمل هیڅ اغېز نلرې.
۵: دویروس ضد درمل له یو پلوه ډېر ګران بیه او له بل پلوه کیدای شي له ناروغۍ څخه ېې زیان زیات وي. نو ښه دا ده چې ناروغ د زکام پر مهال استراحت وکړي او داسې لارې چارې خپلې کړي چې د وجود دفاعي ځواک یې پیاوړی او پر زکام په طبیعي توګه غلبه حاصله کاندی.