د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېلي ته د بزګرانو او ځمکوالو لېوالتیا ډېره شوې، چې موخه یې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو د کرکېلي دودېدل دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي:
«تر دې دمه ددې ولایت په ۱۲ جریبه ځمکه کې ځمکنيی توتان کرل شوي، چې بزګر یې له حاصلاتو خوښ دي.»
کندهار ته د ځمکني توت راوړنکی او کرونکی
د افغانستان د کرنې وزارت ویلي؛ د هغو کسانو له ډلې، چې په کندهار کې یې ځمکني توتان کرلي یو هم ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی صفت الله قریشي دی.
صفت الله قریشي درې کاله مخکې له ایټالیا څخه ځکمني توتان راوړي او په امتحاني ډول یې په شنه خونه کې روزلې وه، چې ښه پایله یې ورکړې وه.
قریشي وایي:
«په دې ولایت کې د ځمکني توتانو ښه پایلې ته په کتو اوس یې د شنوخونو ترڅنګ په خلاصه فضا کې هم ځمکني توتان کرلي، چې اوس نهه جریبه ځمکني توتان لري او د کال څلور فصله ورکوي، هر فصل کې یې له شپږ زره تر اته زره کیلو توتان راټولوي، چې په دې سره له یوه جریبه ځمکې څخه د کال څه باندې ۲۰ زره کیلو توتان راټولوي.»
ډیره تقاضا او کمه میوه
قریشي وایي، چې دا مېوه په بازار کې ډېره کمه او تقاضا ورته ډېره ده او په بازار کې کیلو په ۱۲۰ افغانۍ خرڅیږي.
هغه زیاتوي؛ په پام کې لري، چې راتلونکې کې په نورځمکو کې هم ځمکني توتان وکري.
نوموړي په نورو بزګرانو د ځمکني توتانو نیالګي هم خرڅوي، چې په دې ولایت کې د ځمکني توتانو کرکېله دود او کروندې یې زیاتې شوې.