د زیمبابوې معلولینو ملي لوبډله له نړیوال جام څخه بهر سوه.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

له هغه وروسته چي د کرکیټ نړیوالي شورا اعلان وکړ، چي نور د زیمبابوې کرکیټ بورډ ورسره غړی نه دئ، نو لوبډله یې نوره هم له ګډوډیو سره مخ سوه او د زیمبابوې هیواد نورو کرکیټ لوبډلو ته هم صدمې ورسېدې.
د کرکیټ نړیوالي شورا تازه د معلولینو کرکیټ نړیوال جام څخه د زیمبابوې د معلولینو کرکیټ لوبډلي نوم ایسته کړ او په جام کي یې له لوبېدو څخه بې برخي کړه.
د راتلونکي اګسټ میاشتي پر څلورمه نېټه په انګلستان کي د معلولینو نړیوال جام ترسره کیږي، چي د کوربه انګلستان ترڅنګ پکښي افغانستان، پاکستان، هندوستان او زمبابوي ملي لوبډلو برخه درلوده.

همداراز د کرکیټ نړیوال شورا یا  ICC د زیمبابوې کرکیټ بورډ د دریو میاشتو لپاره د هرډول نړیوال لوبو له امتیاز څخه بې برخي کړ.
کرکیټ نړیوال شورا دا کار له هغه وروسته وکړ، کله چي  یې د یاد هیواد په کرکیټ بورډ کي د سیاسي مداخلې څخه خبر ترلاسه کړ.
پر ملي لوبډلي سربیره یې معلولینو نړیوال جام هم له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کي د افغانستان د معلولینو لوبډلي هم خواشیني څرګنده کړه.
دوي په ټولنیزو رسنیو کي د معلولینو کرکیټ نړیوال جام څخه د زیمبابوې د معلولوینو د کرکیټ لوبډلي د ایسته کېدو له امله ناخوښي ښودلې ده.