دوه اونۍ وروسته د زیمبابوې کریکټ برخلیک ټاکل کیږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: بهار سمسور
تېره اونۍ د زیمبابوې سپورټس ادارې وروسته له هغې د زیمباوبې کریکټ بورډ لغوه اعلان کړ، چې د دولت له اجازې پرته د رییس او اجرایه ریاست لپاره یې ټاکنې تر سره کړې وې.
د زیمبابوې دولت وویل،دا بورډ دوی په رسمیت نه پیژني او علت یې دا ښودلی، چې په تېرو کلونو کې د زیمبابوې کریکټ چارواکو فساد کړی او وړاندې تر دې چې نوې اداره رامنځ ته شي، باید د تېرو کړنو څیړنه وشي.
پرون د کریکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ، چې دوه اونۍ وروسته به د کریکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې په دې اړه پرېکړه وشي، چې ګني د زیمبابوې په بورډ کې د شوي فساد، د سیاسونو د لاس وهنو او حکومت د مداخلې سره د دغه هېواد غړیتوب فسحه کړي که څنګه.
د کریکټ نړیوالې شورا قوانین وایي چې هیڅوک حق نه لري، چې د بورډ په چارو کې لاس وهنه وکړي.
د کریکټ نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب لرونکي د زیمبابوې کريکټ په بورډ کې د ننه د شته فساد له امله ورځ تر بلې د شاته تګ په حال کې دی او همدغه وجه ده،چې اوس یې دولت بورډ لغوه اعلان کړ او هم کریکټ نړیوالې شورا ورته مخ اړولی دی.
که دوه اونۍ وروسته کریکټ نړیواله شورا پر زیمبابوې کریکټ بورډ بندیز پورې کړي، نو دغه هېواد به د کال ۹ میلیون ډالر له لاسه ورکړي او د راتلونکي نړیوال جام لپاره به د زیمباوبې کریکټ د نارینه وو لوبډله د کوالیفای رونډ له لوبو پاته شي.
د دې تر څنګ به د زیمبابوې د کریکټ ښځینه لوبډله هم د نړیوال جام برخه نه وي.
زیمبابوې د روان نړیوال جام کوالیفایډ رونډ کې له ماتو سره مخ شوه.
20190705_161656.jpg
له نړیوال جام پاتې کیدو وروسته زیمباوبې کریکټ بورډ سلیکشن کومیټه ختم کړه او پر ځای یې نوي کسان وټاکل، ورپسې یې مشر روزونکی، او کپتان هم له دندو ګوښه کړل.
په بورډ کې د سیاسونو له لاس وهونو، د شوي فساد او د دولت له خوا د بورډ تر لغوه کیدو وروسته دا نو تر ټولو سخته ورځ راتلونکي ده.
که چیرته کریکټ نړیواله شورا له زیمبابوې کریکټ بورډ لاس واخلي او مرستې پرې بند کړي، نو د دغه هېواد د کریکټ بګرونډ او تاریخ به خپل ټول برم له لاسه ورکړي.