زیمبابې د افغان لوبډلې پر وړاندې سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه نېټه د زیمبابې پر وړاندې دوې ټیسټ سیالۍ ترسره کړې.

د زیمبابې کرکټ بورډ د افغانستان په وړاندې یادو ټیسټ لوبو ته د سین ویلمسن په مشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

د افغانستان پر وړاندې د زیمبابې اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله

 

سین ویلمسن، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرینس ماسوري، برینډم ماتوا، تاریسا مسکندا، ریچموند موتمبامي، بلیسینګ مزریباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونالډ ټریپانو.

 

د افغانستان او زیمبابې شل اوریزه لوبې

 

افغانستان به تر ټیسټ سیالیو وروسته د زیمبابې سره درې شل اوریزه لوبې هم ترسره کړې.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۷مه، دومه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۹مه او درېیمه شل اوریزه لوبه بیا د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.

 

د افغانستان مخکینۍ ټیسټ لوبې

 

افغان لوبډلې تراوسه پوري څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې د زیمبابې په وړاندې یې راتلونکې لوبې پنځمه او شپږمه ده.

تر دې وړاندې افغانستان په ټیسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره مخ شوی.

افغان لوبډلې په یادو څلورو ټیسټ لوبو کې له هند او ویسټ انډیز څخه ماته خوړلې، خو ایرلنډ او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې.