ځېلي ماشوم څنګه ارامولى شو؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • ليکنه: شپنه سلګۍ

په ځینو ماشومانو کې ځېل او عناد د مضطرب سلوک یو فردي حالت دی، چې د چاپېره خلکو په مشاعرو کې د تېښتې لار جوړوي. دا سلوک او چلند له ماشوم څخه کله په شعوري او کله هم په ناشعوري توګه څرګندېږي چې بیا یې د عادت برخه وګرځي. ځېلي ماشومان په کور کې له مور، پلار، کورني او په مکتب کې له ښوونکو غښتلې پاملرنه غواړي، د دې مضطرب سلوک ته باید تسلیم نه شي، بلکې ژر یې د درملنې غم وخوري، په ژړا او ټینګار غوښتل شوی شی ور نه کړي، که نه بیا به یې په ذهن کې وي چې د کورنۍ ټول غړي یې د غوښتنو تابع دي، نو ځکه مور او پلار ته په کار دي چې خپل بچي په خپل اطاعت وروزي او ښه سلوک ورذده کړي، ځېل او عناد په ماشومانو کې ساري دی، له یوه ماشومه بل ته په تقلید انتقالیږي، ورپسې ماشومان دا د ځان ايډیال ګرځوي.
د ماشوم ځېلتوب او عناد له تنګتیا، د یوې ستونزې پر وړاندې عصابنیت، له همزولو سره شخړې او له خپلو وروڼو سره له جنجاله پیدا کیږي.
د عناد اوځېلتوب نښې د نوکانو خوړل، د ګوتو رودل او د یوه شي په اخیستلو بې نهایته ټینګار دی
په ماشومانو کې عناد ډېر سببونه او لاملونه لري، ځینې یې، رواني، ځینې یې تربیوي او ځینې ټولنیز دي، عصبي سبب د درقي غدي د اضطراباتو او یا هاضمي اضطراباتو او یا هم د میرګي ناروغۍ پر اساس رامنځ ته کېږي، د عناد رواني لاملونه دا دي:
د ماشوم د روا غوښتنو نه پوره کول؛ په وړو خبرو د ماشوم رټل؛ ماشوم ته ډېر ناز ورکول؛ د مور او پلار تقلید؛ د ټولو غوښتنو پوره کول؛ د ماشومانو ترمنځ فرق کولو یو پر بل غوره ګڼل؛ کورنۍ ګډوډي؛ ماشوم ته په خپله مرحله کې مینه او عاطفه نه ورکول؛ پر ماشوم تنکسیا راوستل؛ د کور تنګوالی یا معنوي تنګسیا، لکه د ماشوم سره خبرې اترې نه کول دي.
له ځېلي ماشوم سره باید څه وکړو؟
په لومړي سر کې باید هغه اسباب او عوامل پیدا کړو چې ماشوم ځېلتوب ته ورټېلوهي، همدا رنګه د دې د پېښیدو شېبه معلومه کړو او هغه وختونه وپېژنو چې دا په ځېل ډېر کوي، بیروني اغیزي معلومي کړو چې د ځېل په وده کې رول لري، نو بیا د هرې پېښې پر وړاندې ځانګړی موقف ونیسو، مثلاً که په ماشوم کې د ځېل سبب کومه عصبي یا عضوي ناروغي وي، باید کورنۍ یې درملنه وکړي.
که سبب یې چاپېریال وي، چغې وي، د امن احساس نه وي، مینه او تعاطف نه وي باید مور او پلار ورته د مینې او تعاطف نه ډک چاپېریال جوړ کړي.
له عصبانی او ځېلي ماشوم سره لاندې موارد په نظر کې ونیول شي.
د ماشوم او والدینو ترمنځ باید اړیکه غښتلې شي، څومره چې د ماشوم له والدینو سره مینه ډېره وي، نو خبره یې ښه اوري، ماشوم نه غوښتنه باید په ارامه وشي، له سختۍ لوړ غږ، امر او نهي نه ډډه وشي، ماشوم ته باید وخت ورکړل شي چې په موضوع کې خپل نظر ورکړي، کله چې ماشوم هغه څه پلي کوي چې سم نه وي، دا یوازې د هغو مشاعرو د څرګندلو فرصت دی چې ده په داخل کې پټ کړي دي، ماشوم باید یو ایډیال ولري، او نیږدې ایډیال یې والدین دي
ماشوم کړه وړه په تقلیدي توګه په مطلق ډول راخپلوي، هغه یې د مثبت او منفي په اړه فکر نه کوي، والدین باید له ماشومه هغه غوښتنئ ونه لري چې نه یې شي پلې کولی، باید فردي توپیرونه په پام کې ونیسي، د کوم کار په اړه چې ورته وایي باید ورته یې شرحه کړي، دا کار د ماشوم په هڅونه کې مهم رول لري، غوښتنه باید په مثبت شکل وي او په ښه اسلوب وي، مثلاً ورته وایی، درس ووایه چې کامیاب شې، په درس پورې کامیابېدل مثبت کار دی، ماشوم یې په پلې کولو خوښیږي، په یوه کار کې دې داسې نه کوي چې کله یې پرې زور کوي او کله په زاریو، ماشوم په معیار کې اوښتون نه شي تحمل کولی، مثلاً که دې وکنځي ورته خاندې، خو که دې د خلکو مخ کې وکنځي، بیا یې وهې، دغه تناقض په خپل ذات کې د ماشوم په تصرفاتو ناوړه اغېز کوي، د غوسې او ځېل پرمهال پر ماشوم ځان ناګاره کړئ، د چارو په تر سره کولو ورته امر مه کوئ، کله چې ارام شو بیا ورته امر وکړئ.
کله چې ماشوم ښه کار وکړ، ډالۍ ورکړئ، ویې ستایې.
د ماشومانو د عناد زیادښت له دریو لارو متصور کېږي، ځیلي مور او پلار، دوی د خپلو بچو سره په قساوت او سختۍ چلند کوي، خپل نظرونه پر بچو مني، د ماشوم هر تصرف ته ځیر وي.
کمزوري مور او پلار:
دوی هڅه کوي چې د خپلو بچو سره شخړه ونه کړي، بچو ته تنازل کوي،
غوسه ناک مور او پلار:
پر بچو یې د خپلې ویرې سیوری غوړولی وي.
دا هغه څه دي چې ماشوم ځیلي رالويوي.